چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

اوربند؛ یو ښه چانس چې باید ضایع نه شي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 29, 2020
in تبصرې
0
اوربند؛ یو ښه چانس چې باید ضایع نه شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

طالبانو د اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان کړی چې حکومت یې هم هرکلی کړی او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونو ته د اوربند مراعاتولو امر شوی دی. د دې تر څنګ حکومت ویلي چې د پینځه زره طالب بندیانو د خوشې کولو پروسه به ژر بشپړه شي او پاتې بندیان به هم خوشې شي.

د افغانستان د سولې په پروسه کې دا یو مهم پرمختګ دی؛ ځکه چې دوې اساسي ستونزې حل کېږي. حکومت د طالبانو پاتې بندیان نه خوشې کول او د دې لپاره یې متفاوت دلایل بیانول او طالبانو هم پر حکومت د فشار لپاره بریدونو ته زور ورکړی و. له همدې امله د بین الافغاني خبرو پیل ځنډېدلی و او جګړه هم زیاته شوې وه. حکومت له دې امله ګرم ګڼل کېده چې بندیان نه خوشې کوي او د سولې په لاره کې خنډونه جوړوي، خو حکومت طالبان له دې امله پړه ګڼل چې تاوتریخوالی یې زیات کړی او پر جګړه ټینګار کوي. اوس چې د اختر په مناسب طالبانو اوربند اعلان کړی، نو تاوتریخوالی به ختم او یا هم کم شي، چې په دې سره یو خنډ او پلمه له منځه ځي. حکومت به هم د اختر په پلمه او اوربند ته په غبرګون کې او یا هم د خلیلزاد د غوښتنې پر اساس پاتې طالب بندیان خوشې کړي او په دې سره به د بین الافغاني خبرو پر وړاندې یو بل اساسي خنډ هم له منځه ولاړ شي. طالبانو څو ورځې وړاندې ویلي وو چې که یې بندیان خوشې شي، نو له اختر وروسته بین الافغاني خبرو ته حاضرېږي او حکومت هم له طالبانو غوښتي وو چې تاوتریخوالی کم کړي او بین الافغاني خبرې پیل کړي. اوس چې تاوتریخوالی کمېږي او بندیان خوشې کېږي، نو د بین الافغاني خبرو پیل ته لاره هواره شوې ده.

د اوربند اعلان او د بندیانو خوشې کول باید د بین الافغاني خبرو د پیل لامل شي. له دې موقع باید ګټه واخیستل شي او پرې نه ښودل شي چې د سولې په لاره کې نوي خنډونه جوړ شي. اوس چې د حسن نیت او سولې یوه فضا برابریږي، پکار ده چې دا حالت دوام وکړي او د خبرو له پیل سره لا زیاته شي. طالبان له اختر وروسته هم باید تاوتریخوالی کم وساتي، حکومت باید د حسن نیت په خاطر نور بندیان، په ځانګړي ډول ناروغان او سپین ږیري خوشي کړي او د طالبانو پر ضد توندې خبرې ونه کړي. دا چاره به فضا نوره هم مثبته کړي او د بین الافغاني خبرو له ښه پرمختګ او بریا سره به مرسته وکړي.

د سولې مخالفې کړۍ به هڅه وکړي چې شته مثبته فضا خرابه کړي، خو دا د ښکېلو اړخونو او ټولو افغانانو مسوولیت دی چې د خپل وس سره سم د مثبتې فضا له ساتلو سره مرسته وکړي. دواړه اړخونه باید له خپله اړخه نوره قرباني او انعطاف هم وړاندې کړي او له دې لارې د سولې له پروسې سره مرسته وکړي. دا اوربند یوه ښه چانس دی او پکار ده چې د افغانستان د دایمي سولې او ثبات لپاره ترې اساسي ګټه واخیستل شي.

Previous Post

کرنې ریاست: د هلمند د خرما په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی

Next Post

هغه سړی چې امریکا یې له افغانستانه و ایستله!

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
هغه سړی چې امریکا یې له افغانستانه و ایستله!

هغه سړی چې امریکا یې له افغانستانه و ایستله!

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چین او هندوراس ترمنځ همکارۍ ښه دوه اړخیز تمایل لري

د چین او هندوراس ترمنځ همکارۍ ښه دوه اړخیز تمایل لري

جون 14, 2023
ژنیو کنفرانس؛ نړیوالې ټولنې افغانستان سره د مرستو ژمنې تازه کړې

ژنیو کنفرانس؛ نړیوالې ټولنې افغانستان سره د مرستو ژمنې تازه کړې

نوومبر 24, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved