په افغانستان کې د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین د رامنځ ته کېدو په حال کې دی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې له هرو دوو کسانو یو یې د یو وخت ډوډۍ په پیدا کولو پورې حیران دی. سرچینه همدا راز وایي چې په افغانستان کې له هرو دوو ماشومانو یو یې په خوارځواکۍ اخته شوی دی.
اوچا وايي نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې پر وخت له افغانستان سره بشردوستانه مرستې وکړي او په دې توګه ددغه ناورین د پراختیا مخنیوی وکړي. ملګرو ملتونو ویلي چې که په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو لپاره پر وخت اقدام ونه شي نو د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین به په راتلونکو میاشتو کې په افغانستان کې رامنځ ته شي.












