د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وایي، روان ۲۰۲۳ کال ۴۴۹.۹ ميلیونه ډالرو ته اړتیا ده چې په افغانستان کې ۱۵.۶ ميلیونه وګړو ته لومړني روغتیایي خدمات ورسول شي. اوچا ویلي، ګڼو ستونزو په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې اړتیاوې زیاتې کړي او زیاتوي که د ژوند ژغورنې روغتیایي خدمتونو کې پانګونه ونهشي، په دې هېواد کې به مړینې او د تر ټولو زیانګالو خلکو په منځ کې ناروغۍ زیاتې شي.











