چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

اوکاس کې د جاپان ګډون کومې اغېزې درلودلی شي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 12, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

امریکا، بريتانيا او استراليا څو ورځې مخکې د اوکاس هستوي مشارکت کې د جاپان د ګډون اعلان کړی او دغه ګام يې د سيمه يیز امنيت لپاره سخت ګواښ بلل شوی دی.

اوکاس یا د استراليا، بريتانيا او امریکا مشارکت په ۲۰۲۱م کال کې جوړ شوی او دا يې لومړی ځل دی، چې بل هېواد ته یې هم غړيتوب ورکړی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د جاپان حکومتي چارواکو د خپل هېواد لپاره د اوکاس غړيتوب مهم بللی، خو ډېرو جاپانيانو بيا اندېښنه څرګنده کړې او شکایتونه یې کړي، چې اوکاس د بېلا بېلو ټولنو له اندېښنو سره سره بيا هم نوی غړی جذب کړی، چې دا اقدام به يې د ډلو ټپلو د تقابل د سختېدو او د اټومي وسلو د خپرېدو سبب وګرځي.

اوکاس پلان لري، چې لومړی په استراليا کې اټومي تحت البحري بېړۍ ځای پر ځای کړي او ورپسې د نوي نسل اټومي تحت البحري بېړۍ جوړه کړي.

 درې واړو هېوادونو د خپل جنګي توان د نوي کېدو په موخه ګډې همکارۍ پېل کړي او د نویو عصري ټکنالوژيو د جوړولو په هڅه کې دي او له نورو هېوادونو څخه هم غواړي، چې په دغه مشارکت کې ورسره برخه واخلي.

اوکاس ولې جاپان خپل لومړی نوی غړی انتخاب کړ؟

د شنونکو په اند، اوکاس د دوو لاملونو پر اساس دغه ګام پورته کړی دی.

لومړی يې تخنيکي لامل دی. امريکا، بریتانيا او استراليا د نويو عصري ټکنالوژيو په برخه کې نيمګړتياوې لري، خو جاپان د هایپرسونيک وسلو، کوانټام ټکنالوژۍ، اليکټرونيکې جګړې او مصنوعي ځيرکتيا په برخو کې ډېر لوی لاس لري، نو له دغه مشارکت سره د دفاعي تخنيکونو په لوړولو کې مرسته کولی شي.

جاپان بیا غواړي، چې له امريکا، بريتانيا او استراليا سره د حساسو پوځي تخنيکونو د شريکولو له لارې خپل دفاعي توان تقويه او د اسيا او ارام سمندر سيمې کې خپل پوځي نفوذ زيات کړي.

دويم لامل يې ستراتېژيک لامل دی او د اوکاس غړي جدا پلانونه لري.

امريکا اوکاس د هند- پاسفیک ستراتېژۍ کليدي برخه بولي او پکې د خپلو زياتو متحدينو او  په تېره بيا د عصري ټکنالوژۍ لرونکو هېوادونو جذبول غواړي، څو د چین د نفوذ د مخنيوي موخې ته ورسیږي.

بریتانيا د نړيوالې بريتانيا په نوم د ستراتېژۍ د عملي کولو په هڅه کې ده او غواړي، د جاپان په همکارۍ د اسيا او ارام سمندر سيمې په چارو کې مداخله وکړي او خپل نفوذ پراخ کړي.

استراليا پخوا په دې اړه اندېښنه درلوده، چې په دغه مشارکت کې د نوي غړي ګډون به د اټومي بېړۍ د جوړولو لړۍ وځنډوي او لومړی پلان یعنې د اټومي بېړۍ د ځای پر ځای کولو چارې به یې ټکنې شي، نو استراليا اړه شوې، چې خپل لومړيتوب دوهم پلان ته ورکړي او جاپان نوی غړی ومني.

جاپان بيا غواړي، اوکاس په اسيا او ارام سمندر سيمې کې د خپلو پوځي اجنډاوو د ترسره کولو او د چين د نفوذ د مخنيوي لپاره د يوې وسیلې په توګه وکاروي.

جاپان د اوکاس همکارۍ چټکولی شي؟

د استراليا  ډيالوګ ويبپاڼې د اپريل په نهمې نېټې په يوې مقالې کې ويلي، چې جاپان ښايي د اوکاس مرکزي غړی ونه ګرځي، ځکه د دغه مشارکت غړي خپله يو پر بل شکونه لري او په تېره بيا امریکا د کليدي تخنيکونو د صادراتو په برخه کې خپلې ګټې لټوي او په خپلو متحدينو ډېر شکونه کوي.

يادې مقالې د اوکاس غړو د اټومي بېړۍ د اخيستلو په برخه کې رامنځته شوي جنجال ته هم اشاره کړې ده. استراليا ويلي وو، چې د بريتانيا اټومي بېړۍ يو لړ ستونزې لري او بايد له امريکا څخه اټومي بېړۍ واخيستل شي.

مقاله وايي، اوکاس پوځي رنګ لري او جاپان ښايي د امريکا د ډيپلوماتيکو ستراتېژيو وسيله وګرځي او د چين خلاف جبهې ډېر خطرناک ځای ته ټېله شي.
د سريلانکا ولسمشر رنيل ويکريميسنغي د اوکاس ستراتېژي ناسمه بللې او په وينا يې، دغه ستراتېژي به اسيا پر دوو دښمنو ډلو وويشي.

د اندونيزيا او ماليزيا مشرانو هم په پرانيستو خبرو اوکاس غندلی او په وينا يې، دغه مشارکت به د سيمې ثباب خراب کړي او د جاپان په ګډون نفوذ به يې شمال ختيځې اسيا ته خپور شي او ډېرې منفي اغېزې به ولري. هغوی دغه ستراتېژي د سړې جګړې له مفکورې ډکه او د سيمې له امنيتي ګټو سره په ټکر کې بللې ده.

اوکاس د اسيا او ارام سمندر سيمې د يووالي له بهیر سره پراخ واټن لري او پيدايښت يې له اوله اړين نه و.

Previous Post

امنيت شورا د نړۍ مرکزي پخلنځي د کارکوونکو پر وژنې سخته اندېښنه وښوده

Next Post

ترکیه کې یو شمېر افغان او پاکستاني کډوال نیول شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
ترکیه کې یو شمېر افغان او پاکستاني کډوال نیول شوي

ترکیه کې یو شمېر افغان او پاکستاني کډوال نیول شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی

افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی

نوومبر 5, 2023

Blackjack Card Game Rules

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ