ترکي رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد امنیتي سرتېرو په ادېرنه ولایت کې ۱۴ ناقانونه کډوال تر پېژندلو وروسته نیولي دي. د دغه راپور پر بنسټ، دغه کډوال افغانان او پاکستانیان دي چې په ناقانونه لارو ترکیې ته تللي وو. ویل شوي، ټول دغه کډوال د ادېرنې ولایت د کډوالو ادارې ته لېږدول شوي دي. راپورونه ښیي، چې په ترکیه د بې اسناده کډوالو او په ځانګړې توګه د افغان کډوالو نیونه، اېستنه او بد چلند زیات شوی دی. د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د ناقانونه کډوالو د پېژندلو لپاره یې د ترکیې په بېلابېلو ښارونو کې امنیتي پوستې او کرځنده ګزمې ډېرې کړې دي.












