چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

اوکراين کې د اوربند د پلان تر شا د متحدو ايالتونو چټلې محاسبې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 16, 2025
in نړیوال خبرونه
0
اوکراين کې د اوربند د پلان تر شا د متحدو ايالتونو چټلې محاسبې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلنسکي د سپينې ماڼۍ په بيضوي دفتر کې د متحدو ايالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تر ترخو خبرو څو ورځې وروسته له ناچارۍ دا زده کړل چې د ټرمپ لوبه وکړي.

د اوکراين او متحدو ايالتونو د چارواکو په يوه ګډه اعلاميه کې چې په سعودي کې د دوی تر کتنې وروسته خپره شوې، ويل شوي: ”اوکراين چمتو دی چې د متحدو ايالتونو له لوري وړانديز شوی ۳۰ ورځنی موقتي اوربند ومني.“ اعلاميه کې ټينګار شوی چې متحده ايالتونه به یې په بدل کې له کيېف سره د استخباراتي معلوماتو شريکول او له اوکراين امنيتي ملاتړ بېرته پيل کړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د اوکراين د جګړې له پیل يا تېرو دريو کلونو راهيسې زلينسکي په تکراري ډول له متحدو ايالتونو د امنيتي تضمين غوښتنه کوي. خو ټرمپ بيا پر خپلې موخې ټينګ دی او غواړي چې له اوکراين سره د خپل هېواد ميليارده ډالره مرستې بېرته ترلاسه کړي. له دغه هېواد سره د امنيتي ملاتړ د بيا پيل اعلان هم له شک پرته يوه بيه لري. د سه شنبې ورځې په ګډه اعلاميه کې متحدو ايالتونو او اوکراين پر دې هم هوکړه کړې چې د نادرو منرالونو هوکړه به ژر تر ژره وروستۍ کړي.

دغه هوکړه تېره اونۍ د ټرمپ او زلينسکي تر ناندريو وروسته په ټپه درېدلې وه، خو د ټرمپ د يوه نوي ليدلوري پر بنسټ، د اوکراين او متحدو ايالتونو پلاويو په سعودي کې سره وکتل. له متحدو ایالتونو څخه مننې ته د اوکراين د مجبورولو پر ځای د ټرمپ پلاوي دا ځل په سعودي کې د اوکرايني پلاوي خوله له هغوی د امنيتي ملاتړ په بيا پيلولو سره خوږه کړه.

هر څه چې وي، خو د ټرمپ اداره خپلې موخې ته ځان رسول غواړي، هغه دا چې غواړي د امکان تر بريده له اوکراين سره کړې مرستې بېرته ترلاسه کړي. دوی د سولې د خبرو په پلمه د اوکراين پر طبيعي زيرمو ولکه ټينګول او پر نړۍ د متحدو ايالتونو سلطه پياوړې کول غواړي.

نادر منرالونه چې په فضايي څېړنو، سيمي کنډکټرونو، دفاعي سکټور او نورو برخو کې ورته اړتيا ده، هغه څه دي چې له څو کلونو راهيسې یې متحده ايالتونه په موندلو پسې دي. له همدې کبله ټرمپ هره وسيله کاروي چې په دې برخه کې له اوکراين سره يوې هوکړې ته ورسيږي.

دا رښتيا ده چې واشنګټن ځان د نړيوالې سولې او ازادۍ ساتونکی بولي، له همدې کبله یې په تېرو دريو کلونو کې له اوکراين سره پوځي، استخباراتي او مالي مرستې کړې دي. سره له دې هم داسې فکر کيږي چې دا هر څه د روسیې د ځپلو د وسيلې په توګه د اوکراين د کارولو هڅې وې. اوس چې اوکراين پر دې تر فشار لاندې نيول شوی چې د روسیې پر وړاندې د بريا چانس نه لري، نو واشنګټن له خپلې وسيلې د اعظمي استفادې په لټه کې دی او پر کیېف فشار راوړي چې د نادرو منرالونو د شريکولو هوکړه ورسره وروستۍ کړي.

دا هم د يادونې وړ ده چې د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې اوکراين بايد له لاسه وتلې ځمکې د سولې د هوکړې د يوې برخې په توګه روسیې ته ور پرېږدي. که متحده ايالتونه په رښتيا هم خپلو متحدينو ته د امنيتي ضمانتونو په ورکړه کې رښتيني وای نو پر اوکراين به یې فشار نه راوړي چې له خپلو ځمکو روسیې ته ور تېر شي.

اوکراين ته په پرځېدونکي اقتصاد او ډيريدونکو تلفاتو سره نور څه ور پاتې نه دي. زلينسکي هم پرته له دې چې د ټرمپ ډول ته ونڅيږي، جګړه بنده کړي، د نادرو منرالونو هوکړه وروستۍ کړي او خپل اوسني سرحدونه ومني بل انتخاب نه لري.

واشنګټن له يوه کلک متحده نيولې بيا د سولې په خبرو کې د يوه بې پرې منځګړي په توګه له ځان غوښتنې ډک محاسبات لري. د دوی منځکړيتوب د سولې لپاره نه، بلکې په روانه جګړه کې اعظمي حد ته د خپلو ګټو د رسولو لپاره دی. متحدو ايالتونو پر اروپايي اتحادیې د وسلو او انرژۍ له پلوره د پام وړ ګټې له ترلاسه کولو وروسته اوس خپل پام د نادرو منرالونو زيرمو ته ور اړولی دی.

متحده ايالتونه به د سولې په نوم د اوکراين د جګړې تر ټولو ستر ګټونکي وي او اوکراين د شطرنج پر داسې دانې بدل شوی چې هر مهال یې له مخې د لرې کېدو امکان موجود دی.

Previous Post

ننګرهار کې د موتیا ګلانو نمایشي قطعې جوړې شوې دي

Next Post

په«چيو شی» مجله کې د شي جين پينګ مهمه مقاله خپره شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

په«چيو شی» مجله کې د شي جين پينګ مهمه مقاله خپره شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د ژمنيو سپورتي لوبو په اړه د شي جين پینګ مهمې جملې

فبروري 5, 2026
امریکا یو ځل بیا د یوه خپلواک فلسطین هېواد د جوړېدو مخه ونیوله

امریکا یو ځل بیا د یوه خپلواک فلسطین هېواد د جوړېدو مخه ونیوله

اپریل 21, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ