واک ته د افغانستان ا.ا تر رسېدو وروسته پر ډیورنډ فرضي کرښه باندې د پاکستاني او افغان پوله ساتو ترمنځ دوه ځلې نښتې رامنځته شوې دي. د اکسپریس ټربیون په نامه پاکستاني رسنۍ راپور ورکړی دی چې طالبان د باور وړ نه دي ځکه چې د ورځپاڼې په باور طالبان ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي پولې په توګه نه پېژني. ورځپاڼې زیاته کړې، چې پاکستان دې له دې وروسته پر افغان طالبانو باندې باور نه کوي او له ملاتړه دې یې لاس واخلي. په همدې حال کې پاکستاني چارواکو ویلي چې پر ډیورنډ فرضي کرښه باندې د اغزن سیم پر سر د رامنځته شوې تازه ستونزې په اړه یې خپله ژوره اندېښنه په لوړه کچه له ا.ا سره شریکه کړې ده. د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې ده چې ښیي یو شمېر امارتي سرتېري په ننګرهار کې پر ډیورنډ فرضي کرښه باندې د پاکستان له لوري لګول شوی اغزن سیم ټولوي او د سیم لپاره لګول شوې ستنې له بېخه وباسي.












