چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

ایا حکومت پنځمه حوزه له واکه بهر ګڼلې ده!؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 10, 2021
in تبصرې
0
د امریکا او طالبانو ترمنځ د جګړې د بیا پیل شونتیا
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په کابل ښار کې پرون بیا هم وژونکې پېښې وشوې. تر ټولو وژونکې او خونړۍ پېښه د کابل په پنځمه حوزه کې وه چې د وردګو د کلیو او پراختیا د رییس په ګډون پکې څلور کسان ووژل شول او څو نور ټپیان شول. په کابل ښار کې نږدې هره ورځ د چسپکي ماینونو چاودنې او بریدونه کېږي چې حکومت یې په مخنیوي کې پاتې راغلی دی. د کابل په ډېرو برخو کې بریدونه کېږي، خو پنځمه حوزه تر ټولو نورو خونړۍ او وژونکې ده. له چسپکي ماینونو نیولې تر هدفي وژنو، غلاوو او نورو جرمونو پورې، په دې حوزه کې هر څه روان دی.

حکومتي چارواکو تل په کابل ښار کې د چاودنو، بریدونو او ناامنیو د مخنیوي ژمنې کړې دي، د پنځمې حوزې په اړه یې ژمنې ځانګړې هم وې، خو نه یې د ټول کابل ښار او نه یې هم د پنځمې حوزې په اړه ژمنې عملي کړې دي. د دې سیمې اوسېدونکي او د پېښو څارونکي وايي چې تر بلې هرې سیمې دلته بریدونه، وژنې او ناقانونۍ ډېرې دي، خو حکومت لاس تر زنې ناست دی. په دې سیمه کې د وردګو قومي شورا څو میاشتې وړاندې ویلي وو چې یوازې د وردګو قوم ۸۷ مخور او کادرونه په دې حوزه کې وژل شوي دي. د دې تر څنګ ګڼ نور خلک هم په نښه شوي چې کره شمېرې یې نشته.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

داسې ښکاریږي چې پنځمه حوزه د حکومت د پوره واکمنۍ سیمه نه ده، ځکه پکې دا ډول پېښې کېږي. کله خو د پېښو زیاتوالی او ډول داسې وي چې د سیمې خلک فکر کوي حکومت دا سیمه وسله والو مخالفینو، ناقانونه وسله والو، نورو ورانکارو ډلو، غلو او وژونکو ته ور پرې اېښې ده او پر دې سیمه یې د هغوی واکمني منلې ده. یا هم د حکومت چلند داسې دی چې په دې سیمه کې د نا امنیو، وژنو او غلاوو له لاملینو سره د ټکر او د هغوی د مخنیوي وړتیا نه لري او یا هم نه غواړي چې مخه یې ونیسي. یوازې وسله وال مخالفین په دې سیمه کې فعال نه دي، بلکې تر ډېره ناقانونه وسله والې ډلې، غله او وژونکي چې په سیاسي مشرانو پورې اړه لري، په دې سیمه کې فعال دي. حکومت خو یا له دې سیاسي مشرانو سره معاملې لري او د هغوی د سیاسي ملاتړ په بدل کې یې پنځمه حوزه هغوی ته ور پرې اېښې ده او یا هم نه غواړي چې د غلو، وژونو او ناقانونه وسله والو پر ضد په ګام اخیستلو سره هغوی خپه کړي.

پنځمه حوزه اوس خونړۍ ده، هره ورځ پکې خلک وژل کېږي او نورې پېښې کېږي، خو حکومت یې پر وړاندې غلی دی. حکومتي چارواکي تېروتنه کوي، ځکه چې که پنځمه حوزه ناامنه شي او دلته وسله وال مخالفین واکمن وي، نو ټول کابل ګواښلی شي. همدا وس وخت دی چې حکومت پنځمې حوزې ته پام وکړي، هلته د وژونو، غلاوو او نورو ناقانونه کړنو مخه ونیسي او سیمه امن کړي. له دې پرته به نه یوازې بیا پنځمه حوزه له کنټروله وتلې وي، بلکې ټول کابل به یې نا امن کړی وي.

Previous Post

ارګ د مذاکراتي پلاوي پنځه غړي کابل ته رابللي دي

Next Post

ګلکسي اې۳۲ (۵جي) بازار ته وړاندې شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ګلکسي اې۳۲ (۵جي) بازار ته وړاندې شو

ګلکسي اې۳۲ (۵جي) بازار ته وړاندې شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Slot Fruits New Zealand

سپتمبر 8, 2025
په شانګهای کې د خلکو ژوند او چارې عادي حالت ته ګرځيدلي

په شانګهای کې د خلکو ژوند او چارې عادي حالت ته ګرځيدلي

جون 2, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved