ایران له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په لټه کې دی. په کابل کې د ایران سفارت وايي چې ددغه سفارت مرستیال د خوست ولایت ته سفر کړی دی څو په دغه ولایت کې د ایراني پانګه والو د پانګونې لپاره فرصتونه وګوري.
ایراني ديپلومات ویلي دوی په دې لټه کې دي چې له افغانستان سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړېکې پراخې کړي. د ایران سفارت وايي دوی ددې غوښتونکي دي چې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري اسانه شي او سوداګر وکړی شي په اسانه او ډاډمنه فضا کې پانګونه وکړي. ایران تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی و او تمه لري چې وکړی شي له افغانستان سره ښې سوداګریزې اړیکې ولري.











