ایران له افغان حکومته غوښتي چې د هلمند سیند د اوبو د حق په اړه د ۱۹۷۳ لمریز کال موافقه رعایت کړي. د ایران مرستیال ولسمشر محمد مخبر له ا.ا غوښتي چې د اوبو مسله ژر تر ژره حل کړي. مخبر د ایران د بهرنیو چارو وزارت او د سیمه ییزې همکارۍ ادارې ته په خطاب کې له هغوی غوښتي چې په کابل کې پر واکمنو فشار راوړي څو د افغانستان او ایران ترمنځ د ۱۹۷۳ م کال د اوبو د موافقې پر اساس له ایران سره د منل شویو اوبو برخه ومني.












