په ایران کې یو شمېر مدني، سیاسي او ټولنیزو فعالینو د افغان کډوالو پر وړاندې د ایراني حکومت کړنه غندلې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې په ایران کې تر ۲۵۰ پورې د پوهنتون استادانو، د بشري حقونو فعالینو، مدني فعالینو او د ټولنیزو چارو فعالینو له خپل حکومت غوښتي چې له افغانانو بښنه وغواړي. ددوی په خبره د هېواد په پوله کې یې له افغان کډوالو سره د ایراني حکومت له لوري سخت ظالمانه چلند شوی دی او باید هر اړخیزه پلټنه یې وشي. ددغه کسانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې ایرانی حکومت دې له افغانانو بښنه وغواړي، د وژل شوو کسانو کورنیو ته دې غرامت ورکړي، مجرمین دې مجازات شي او د ورته وحشیانه کړنو له تکرار دې مخنیوی وشي. ایراني عسکرو روانه میاشت پنځوس افغان مسافر پر هریرود سیند لاهو کړي وو، چې له دې ډلې یوازې ۱۲ یې ژوندي پاتې دي. ایرانی حکومت بیا دغه تورونه ردوي.












