په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د باور ځانګړي صندوق په خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې د څه باندې څلور میلیونه ښځو ملاتړ کړی دی. یاد صندوق زیاته کړې چې د هغو پروګرامونو له لارې یې د دغو ښځو او نجونو ملاتړ کړی چې د همدغه صندوق له خوا تمویلېږي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د باور ځانګړي صندوق ټینګار کړی چې د هغو ښځو ملاتړ کوي چې له خپلې ټولنې سره مرسته کوي.











