د یټالیا د بهرنيو چارو وزير ويلي چې د روسيې له لوري د غنمو پر صادراتو محدوديتونه د ميليونونو ښځو او ماشومانو يرغمل کول دي. هغه دا څرګندونې په روم کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام کنفرانس ته په وينا کې کړې دي. د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر لویجي دي مایو دغه راز ټينګار وکړ چې هيواد يې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې له نړيوال سازمان سره په ګډه هڅه کوي چې د يوه نړيوال غذايي ناورين مخه ونيسي. په کنفرانس کې د اروپايي شورا رييس چارلز ميشل او د اروپايي کمېسيون مشرې ارسلا فون درلاين هم د اوکراين د جګړې له کبله په نړۍ کې د خوړو پر احتمالي ناورين اندېښنه وښوده. دوی وويل چې مسکو له خوړو د وسلو په توګه استفاده کوي او خپل دا کار د شوروي اتحاد د وخت په دروغو توجيه کوي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې کنفرانس پرون په روم کې پيل شوی چې د روانې جون میاشتې تر اوولسمې نيټې پورې به روان وي.











