اینپيار په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور ته په اشارې ویلي چې په دغه هېواد کې د امریکا جګړه پرته له کومې څرګندې لاسته راوړنې پای ته ورسېده. راپور کې راغلي، امریکا د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه له پوځي رسم ګذشت پرته په ډېرو وړو مراسمو پای ته ورسوله. د راپور له مخې، هغه جګړې چې ګټل شوې وي داسې پای ته نه رسېږي لکه امریکا چې په څه ډول افغانستان پرېښود. اینپيار وایي، امریکا افغانستان په داسې حال کې یوازې پرېښود چې په دغه هېواد کې طالبان د پرمختګ په حال کې دي او دا وېره شته چې دا هېواد به یو ځل بیا کورنیو جګړو ته داخل شي. اینپيار څرګنده کړې، که څه هم امریکا افغان ځواکونو ته د بګرام پوځي اډې سپارل کېدل د خپلو پوځي هلو ځلو رسمي پای نه بولي خو بیا هم دغه پېښه په افغانستان کې د داسې یو پوځي حضور څرګندونه کوي چې اوس یې یوه ډېره کوچنۍ برخه پاتې ده.












