د اې بي سي نیوز د راپور له مخې استرالیايي ځواکونو نه یوازې دا چې په افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي دي، بلکې ځينې داسې کړنې یې ترسره کړې دي چې هغه ښکاره تعصب بلل کېږي. د سرچینې په خبره دغه ځواکونو په ارزګان کې د خپل ماموریت پر مهال د هتلر بیرغ ورسره ګرځولی او اوس تازه لاس ته راغلي انځورونه او ویډیوګانې ښيي چې د ځینو نورو ډلو تعصبي بیرغونه یې هم ورسره ګرځولي دي. په دغه راپور کې راځي چې استراليايي ځواکونو د عملیاتو پر مهال دغه بیرغونه ګرځول چې د قوانینو خلاف دي او په دې مانا دي چې دوی په یوه نړیوال ماموریت کې عقديي چلند کړی دی. استراليايي قانونپوهانو هم ددغه مسایلو د هر اړخیزې څېړنې غوښتنه کړې ده. دغه ځواکونه تر دې مخکې د عامو وګړو په قصدي وژنه هم تورن شوي دي.












