د طالبانو د لیکو د تصفیې کمېسیون ویلي، چې د دوی له لیکو نږدې ۷۰۰ نامطلوب کسان ایستل شوي دي. دا اعلان داسې مهال کېږي چې د طالبانو د صفونو د تصفیې کمېسیون مشر مفتي لطیف الله حکیمي پرون په زابل کې د دغه کمېسیون یوه څانګه پرانېسته. د اسلامي امارت چارواکي وايي، د لیکو د تصفیې لړۍ به تر هغو روانه وي چې مفسد او ناکاره کسان لېرې کړای شوي نه وي. طالبانو د خپلو لیکو د تصفیې کمېسیون په تلې میاشت کې جوړ کړ چې په مرسته یې له خپلو لیکو د دوی په وینا ‘نامطلوب’ کسان وباسي.












