د بامیانو د مرکز په توپچي سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولایت مطبوعاتي مسوول صبور فرزان سیغاني وايي، چې دغه پېښه د مرکز په توپچي سیمه کې د ټوربو او فلانکوچ موټر د ټکر له امله رامنځته شوې چې په کې ۴ تنه مړه او د دوو ماشومانو په ګډون په کې ۸ تنه ټپیان شوي دي. سیغاني زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته پر وخت رسېدلي او ټپیان یې ولایتي روغتون ته لېږدولي چې روغتیایی وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.












