د بامیانو په شېبر ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند محمد خواني رسا وايي، چې دغه پېښه د شېبر ولسوالۍ په «هوته پور» سیمه کې د کرولا او باروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې چې په کې یوه تن ژوند له لاسه ورکړی او درې نو ټپيان دي. رسا زیاته کړه چې د پېښې ټپيان د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.











