د بامیانو ولایت په مرکز او ۲ ولسوالیو کې د مسلکي زده کړو د مرکزونو په جوړولو سره ۲۰۰ نجونو او هلکانو ته د غالۍ اوبدلو، خیاطۍ او خامک ګنډلو په برخه کې د زده کړو زمینه برابره شوې ده. د مالوماتو له مخې د حرفوي زده کړو یاد مرکزونه د اروپایي اتحادیې په مالي ملاتړ او د اکتید موسسې له لوري په مرکز سربېره سيغان او شيبر ولسوالیو کې د یو میلیون یورو په لګښت جوړ شوي دي. د یادو مرکزونو د پرانیستلو پرمهال د باميانو ځایي چارواکو د اکتيد موسسې له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ د دغه مرکزونو جوړول په دغه ولایت کې د لاسي صنایعو او کورنيو توليداتو د ودې لپاره مهم او ارزښتناک بللي دي. چارواکو همدا راز د اکتيد موسسې له مسوولينو غوښتي، چې دغه پروژه نورو ولسواليو ته هم وغځوي، څو د دغو ولسواليو د اوسېدونکو لپاره د زده کړې زمينه برابره شي.












