سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

بایډن ته ناسمه تمه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 9, 2020
in تبصرې
0
د جنایتونو دوام او د ارګ د بې پایلو څېړنو ژمنې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

له تمې سره سم د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د ډیموکرات ګوند کاندید جوبایډن وګټلې. که څه هم د ټرمپ لخوا بایډن ته د واک لېږد ته څه باندې دوې میاشتې وخت پاتې دی، خو سر له اوسه په افغانستان کې دا بحث ګرم دی چې بایډن به په افغانستان کې د خپلو پوځیانو له حضور، جګړې او سولې سره څه ډول چلند کوي؟

بایډن د کمپاین پر مهال د افغانستان په اړه ډېر څه نه دي ویلي، یوازې دومره یې ویلي چې له دې هېواده خپل پوځیان وباسي  او یوازې یوه وړه ډلګۍ به له داعش سره د جګړې لپاره پرېږدي. تر کاندیدۍ وړاندې بایډن د افغانستان په اړه ډېر منفي نظر درلود او په دې اړه یې څرګندونې هم کړې دي. نوموړی افغانستان د امریکا لپاره دویم وېتنام ګڼي او غواړي خپل ځواکونه وباسي. بایډن دغه راز یو وخت ویلي وو چې افغانستان یو ملت نه دی او باید پاکستان ته وسپارل شي.  

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

واک ته د بایډن راتګ به هغه له ځینو محدودیتونو سره مخ کړي او هغسې څه کول به ورته ستونزمن وي چې تر کاندیدۍ مخکې یې ویلي وو، خو یوه خبره واضح ده چې هغه نه غواړي په افغانستان کې خپل پوځیان وساتي او دلته له دولت جوړونې او ملت جوړونې سره مرسته وکړي. له همدې امله د افغانستان د ستونزې ښکېل افغاني اړخونه باید هغه درک کړي او پرې تکیه ونه کړي، بلکې خپله د ستونزې د حل لپاره لاس پکار شي. که د افغانستان د حکومت تصور دا وي چې بایډن به له طالبانو سره هوکړه لغوه کړي، د ځواکونو وتل به ودروي، جګړه به وغځوي او د افغانستان له حکومت سره به د پخوا په شان بېرته مرستې پیل شي او ښې اړیکې به ورسره ولري؛ نو تېروتنه کوي، ځکه چې بایډن نه یوازې له طالبانو سره هوکړه له منځه نه وړي، بلکې د افغانستان پر وړاندې هېڅ ځان مسوول نه ګڼي او د ځپلو ځواکونو د وتلو په اړه فکر کوي. هغه ته مهمه نه ده چې په افغانستان کې دولت او ملت څنګه کېږي او په دې اړه آن له پاکستان سره د معاملې فکر هم لري.

نو پر دې بنسټ د افغانستان حکومت باید له بایډن څخه داسې کومه تمه ونه لري چې افغانستان ته به یې ګټه رسیږي، بلکې باید خپله د ستونزې پر حل تمرکز وکړي. حکومت او طالبان دواړه باید نور نه امریکا او نه هم کوم بل بهرني ځواک ته سترګې ور واړوي، بلکې خپله له یو بل سره د افغانستان ستونزه حل کړي. د بایډن له راتګ سره به هېڅ کوم لوی بدلون را نه شي، نو ځکه دواړه اړخونه خو به یا سوله کوي او یا به هم په یوه کورنۍ جګړه کې را بندیږي. اوس دواړه اړخونه باید ومني چې پر جګړه ټینګار یې نه په کور دننه د خلکو ملاتړ له ځان سره لري او نه به یې هم امریکا ملاتړ وکړي. له همدې امله دوی باید د خپلو خلکو د ګټو او خوندیتوب په اړه فکر وکړي. دا فکر او دا لاره د سولې او جوړجاړي لاره ده. د افغانستان حکومت او طالبان باید دواړه انعطاف وښيي، د جګړې فکر او هڅې پرېږدي، سوله وکړي او پر یو داسې حکومت سره سلا شي چې پر اسلامي او افغاني ارزښتونو ولاړ وي. له دې پرته به د بایډن په مشرۍ امریکا خپل کار کوي، ځواکونه به وباسي او آن د پاکستان په شان بل هېواد ته زموږ د سپارلو له معاملې به هم مخ نه اړوي.

Previous Post

کرنې ریاست: روان کال د ننګرهار د جلغوزو حاصلات ۳۸ سلنه لوړ شوي

Next Post

هلمند

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
هلمند

هلمند

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د ښرنې ښاروالۍ ریاست: روان کال یې څه باندې ۹ میلیونه عواید راټول کړي

د ښرنې ښاروالۍ ریاست: روان کال یې څه باندې ۹ میلیونه عواید راټول کړي

نوومبر 23, 2023

د کولمبیا د حکومت او د حکومت ضد وسله والې ډلې ترمنځ د اوربند تړون نافذ شو

اگست 5, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved