په سوریه کې د امریکایي ځواکونو او ایران پلوه سرتېرو تر منځ پر یو بل تر تازه بریدونو وروسته د امریکا جمهور رییس جو بایډن ایران ته خبرداری ورکړی چې د امریکایانو د خوندیتوب لپاره به پرېکنده عمل وکړي. بایډن په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې متحده ایالات له ایران سره شخړه نه غواړي، خو د امریکایانو د خوندیتوب لپاره پرېکنده ځواب ویلو ته چمتو دي. په سوریه کې ایران پلوه ځواکونو په تازه برید کې، چې د جمعې په ورځ یې کړی، د امریکا یو بل سرتیر هم ټپي شوی. تر دې وړاندې هم د بې پیلوټ الوتکې په برید کې یو امریکایي قراردادي وژل شوی او د شپږو امریکایانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و، چې د امریکا حکومت یې پړه د ایران پر دولت اچولې وه.












