د بدخشان ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې د واورې ښویېدنې په پېښه کې درې کسانو خپل ژوند بایللی دی. د چارواکو په وینا دا پېښه د دغه ولایت په رغستان سیمه کې رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې درې کسان مړه شوي او پنځه نور چې د واورو لاندې شوي وو د سیمې د خلکو او امنیتي منسوبینو له لوري ژغورل شوي دي. ویل کېږي چې یاد کسان په ټپي حالت کې نږدې روغتیایي مرکز ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. د یادونې ده چې مخکې تر دې هم په بدخشان کې په ورته پېښه کې څلور کسان مړه شوي او تر شپږو پورې نور ټپيان شوي وو.











