د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال، د ملګرو ملتونو نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې پخواني عمومي رییس، پینو ارلاچي سره لیدلي. په دې کتنه کې له نشه یي توکه سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان او نړۍوالې ټولنې پر ګډو همکاریو خبرې شوې دي. اقتصادي مرستیال ویلي، په افغانستان کې د یوه خپلواک او سرتاسري نظام په راتلو سره د نشه یي توکو د بدیلو کښتونو د ترویج لپاره ښه زمینه برابره شوې. بلخوا په دې کتنه کې پینو الارچي ویلي، نړېواله ټولنه مکلفیت لري، چې افغان بزګرانو ته د کوکنارو د بدیلو کښتونو په وړاندې کولو په برخه کې له سرپرست حکومت سره ګډه همکاري وکړي. نوموړي زیاته کړې، غواړي په نږدې راتلونکي کې په کابل کې نړېوال کنفرانس جوړ کړي چې په ترڅ کې به یې افغان بزګرانو ته د بدیلو کښتونو وړاندې کولو په برخه کې د نړېوالو مالي ملاتړ راجلب کړي.










