سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home څېرې

برتولت برشت

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 27, 2020
in څېرې
0
برتولت برشت
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

برتولت برشت په المان کې مشهور لیکوال دی، چې د بشري ژوند د ښه والي او پرمختګ لپاره یې اثار پنځولي دي. هغه انسانپاله فکر درلود او تر نن پورې یې خلک د انسان دوستۍ او ښه ژوند په اړه واړه واړه نقل قولونه په ورځپاڼو، مجلو او ورځنیو چارو کې کاروي. هغه په تیاتر او نندارو کې نوښتونه راوستل. دې هنر ته یې خلک راکاږل او د خپل همدې هنر په مرسته یې لسګونه کسان پر تیاتر او ډرامو رامات کړل. ده به ویل ننداره او تمثیل باید په انسان کې د ننه یو تحرک رامنځ ته کړي، په هغه کې پوهاوی ډېر کړي، د هغه فکر پراخ کړي او ژوند ته یې وهڅوي.

برتولت برشت چې مکمل نوم یې اویګن برتولت فریدریش برشت دی (Eugen Berthold Friedrich Brecht)، د ۱۸۹۸ز کال د فبرورۍ په لسمه د آلمان په اګسبورګ کې دې نړۍ ته راغلی دی.

You might also like

ډاکتر عبدالوکیل خان

ممنون مقصودي

عثمان کاکړ

برشت چې کله له ښوونځي فارغ شو، نو په ۱۹۱۷ز کال کې یې په مونیخ پوهنتون کې د فلسفې زده کړه پيل کړه. لږ موده یې دا رشته ولوسته، خو بېرته پښېمانه شو او په طب کې یې زده کړو ته مخه کړه. وروسته په المان کې ګډوډي راغله او د ۱۹۱۸ز کال په انقلابي اړودوړ کې اړ شو چې له زده کړو لاس په سر شي. له همدې ځایه اړ شو چې زده کړو ته څټ کړي او د سرتېري په توګه دنده تر سره کړي.

هغه ناڅاپه د نندارو او ډرامو په ګرم بازار کې مشهور شو. په ۱۹۲۲ او ۱۹۲۳ز کال کې یې دوې نندارې ولیکلې او د نندارچیانو له هرکلي سره مخ شوې. یوه یې وزر او بله د ډولونو غږ نومېده. دا نندارې په لایبزیګ او مونیخ کې نندارې ته وړاندې شوې. نه یوازې د نندارچیانو؛ بلکې د نقادانو له هرکلي سره هم مخ شوې او برشت ته یې د شهرت ور پرانیست. هغه له دې وروسته د ډرامه لیکوال په نامه مشهور شو. همدا بریا د دې سبب شوه چې برشت د مونیخ له تیاتر سره د همکارۍ یو قرارداد لاسلیک کړي. تر قرارداد وروسته برشت د دې پرېکړه وکړه چې خپل استعداد به پالي او په دې مرکز کې به نندارې او ډرامې لیکي.

برشت څو دورې برلین ته راغلی، خو په ۱۹۲۴ز کال کې یې پرېکړه وکړه چې له دې وروسته به په برلین کې اوسي. دلته را وکوچید او بیا د ښار په اصلي تیاتر کې د ماکس راینهارد تر ریاست لاندې په دنده وګومارل شو. ده د تیاتر د لارښود، لیکوال او ازاد همکار په توګه دنده تر سره کوله. همدا مهال و چې هڅه یې کوله په خپل مسلک کې ځان ورسوي. ده غوښتل ځان ته یو ځانګړی سبک ولري او له همدې امله یې بېلې لارې او لوري و ازمویل. هغه ډول ډول نندارې لیکلې او هدف يې دا و چې یو ځانګړی سبک او مشخص فکر انتقال کړي. هغه د خپل وخت له مارکسیست مشرانو او هنرمندانو سره ډېرې نږدې اړیکې لرلې. له دوی سره یې نظریات تبادله کول. دوی له همدې ځایه د روايي دیالکتیکي تیاتر پر رامنځ ته کولو لاس پورې کړ. په همدې لړ کې یې په ۱۹۲۸ز کال کې  د موسیقۍ له پارچو سره یوه ننداره خلکو ته وړاندې کړه. د معلوماتو له مخې دا ډرامه په المان کې په ۱۹۳۳ز کال کې دومره مشهوره وه چې ۲۵۰ ځله نندارې ته وړاندې کړل شوه.

د نشنل سوسیالیزم په رامنځ ته کېدو سره د برشت د ګډوډۍ او کډوالۍ موده هم پيل شوه. په رایشستاګ کې تر یوې اورلګېدنې وروسته چې نشنل سوسیالستانو د خپلو فکري مخالفینو د ځپلو لپاره رامنځ ته کړې وه، برشت له خپلې کورنۍ سره د تېښتې پرېکړه وکړه. هغه له کورنۍ سره له برلین وتښتېد او د پراګ، وین، زوریخ او پاریس له لارې یې په پای کې ځان ډنمارک ته ورساوه. په دې چاپېریال کې په وخت تېرولو سره د هغه خلاقیت ډېر شو او د اثارو په پنځونه کې یې خورا اغېزناک تمام شو. د ۱۹۳۴ او ۱۹۳۹ کلونو تر منځ یې ډېر طنزونه، شعرونه، قطعې او نورې لیکنې الماني ژبو راډیوګانو ته لېږلې. د ازادۍ په اړه یې لیکنې کولې، د بشریت د ارامۍ په اړه یې لیکل کول او د دې تر څنګ یې د چپیانو په لارښوونه او ملاتړ د مهاجرت مجله هم چلوله.

کله چې دویمه نړیواله جګړه پيلېږي، نو په دې جګړه کې ډېرو کسانو ته د سر خطر وي، چې برشت هم په دې ډله کې دی. هغه د ځان د ساتنې هڅه کوي او د خپلې هستوګنې ځای بدلوي. برشت ستاکهلم ته راځي، خو په ۱۹۴۰ز کال کې یې هلته هم ګزاره سختېږي او اړ کېږي چې د ځان د خوندي کولو لپاره هلسینګي ته وتښتي. بیا مسکو ته وتښتېد او له مسکو همداسې د امریکا کلیفورنیا ته لاړ.

په ۱۹۴۷ز کال کې د امریکايي ضد فعالیتونو د مخنیوي کمېټه برتولت بریشت احضاروي. پر هغه تور پورې کوي چې د کمونیستي افکارو د خپرولو لپاره کار کوي او په همدې تړاو ترې پوښتنې ګروېږنې کوي. دا مسئله برشت ځوروي او پرېکړه کوي چې له امریکا ووځي. همدا چې د احضار کیسه ختمېږي، یوه ورځ وروسته برشت له امریکا کډه باروي او له دغه هېواد وځي او زوریخ ته ځان رسوي.

تر دې وروسته یې لومړی د اتریش له دولت د تابعیت غوښتنه وکړه؛ خو د المان غرب ته پر ده د ننوتو بندیز لا هم پر خپل ځای و. څه موده وروسته د المان د ختیځ فرهنګي اتحادیه له ده غواړي چې شرقي برلین ته ورشي او هلته استوګن شي. دی یې وړاندیز مني او په شرقي برلین کې ژوند پيلوي. په همدې ځای کې د عمر تر پایه ژوند کوي. په ۱۹۵۶ز کال کې یې بېرته د تیاتر په کارونو پیل وکړ. د کارونو ترڅنګ یې د شرقي المان پر کمونیستو رهبرانو خپلو نیوکو ته هم ادامه ورکوله او په مستقلانه توګه یې د دوی نظریات او کړنې غندلې.

برتولت برشت تر ډېره د مشهورو ډرامو او نندارو د لیکلو له امله شهرت لري؛ خو هغه نه یوازې دا چې تکړه ننداره لیکوال و، بلکې د لوړ ذوق لرونکی شاعر هم و. شعرونه، ترانې او له معنی ډک نظمونه یې لیکل. د برشت شعر او شاعري درې دورې لري، خو تر ټولو ښکلي عاشقانه او غنايي شعرونه یې په لومړۍ دورې پورې اړه لري. د شاعرۍ لومړۍ دوره یې له ۱۹۱۳ز کال پیلېږي او تر ۱۹۲۶ز کال پورې ادامه لري.

د شاعرۍ دویمه دوره یې له ۱۹۲۶ز پیلېږي او تر ۱۹۴۸ ز کال پورې ادامه لري. په دې وخت کې د بې عدالتۍ پر وړاندې د مبارزې او د یوه ارماني ښار د جوړولو لپاره شعرونه لیکي او همدا فکر پالي. په دې وخت کې یې په شاعرۍ کې یو انقلابي حرکت لیدل کېږي چې د فاشیزم او نازیزم پر وړاندې ولاړ دی او په خپلو شاعرانه کلماتو پر دغو مفکورو ګوزارونه کوي. درېیمه دوره یې بیا تیاتر او شعر دی. دا دوره له ۱۹۴۸ز کال پیلېږي.

برشت خلاق او نوښتګر هنرمند و. ده غوښتل چې اثار یې له عامو وګړو سره ژورې اړیکې ولري. هدف یې دا و چې ولسونه په خپلو حقونو پوه شي، د سیاسیونو په لوبو کې ډوب نه شي او په خپلو هېوادونو کې په رښتینې مانا ازاد ژوند ولري. هغه له همدې امله په خپلو اثارو کې ابهام نه غوښت، ساده توب او په ساده کلمو د مهمو مسایلو بیان یې د سبک مهمه ځانګړنه ده. هغه غوښتل چې فقر، بې مسیرتوب او د ناخبرۍ رامنځ ته شوی رسم په انساني ټولنو کې نابود کړي. ده به ویل: ((زه له عامو او ساده خلکو سره ژمن یم. له دوی سره تعهد لرم. هغه خولۍ پر سروم چې دوی یې په سروي، شتمن له بېوزلو کرکه کوي، خو زه داسې نه یم، انسان انسان دی، زه هم د دوی په څېر یم)). برشت له جګړې کرکه لرله. د ژوند موده یې د دوو مشهورو نړیوالو جګړو شاهده وه. له همدې امله یې جګړې غندلې او له جګړو یې کرکه وه. دی د نازي فکر سخت مخالف و. په سیاسي لحاظ د کمونیزم پلوی و. ده ویل چې دا نظام عامو او بېوزله وګړو ته حقوق ورکوي، خو کله یې چې ولید د المان کمونیستو مشرانو برعکس پر عامو او بېوزلانو د ټوپک خوله ور واړوله، له دوی یې کرکه وکړه او د دوی کړنې یې وغندلې. دی په امریکا کې هم چې کله مېشت و، د عامو وګړو د ژوند او د دوی د وېښتابه هڅه یې کوله. دی هلته هم د نازیانو مخالف و. برشت پخپله لیکي چې په امریکا کې یې د نیولو یو لامل هم دا و چې ده نازیان غندل. دی د کمونیزم پیروی و، خو له کمونیستانو بیزار شوی و، ځکه پر ژمنو د عمل پر ځای یې واک ته مخه کړه او د واک تږي وو. له همدې امله په امریکا کې تر تعقیب لاندې و او امریکایي استخباراتو داسې فکر کاوه چې برشت د کمونیزم لپاره کار کوي؛ خو برشت وایي، ده د مېلمه په توګه په امریکا کې هېڅ وخت سیاسي فعالیتونه نه لرل.

د برشت شخصیت یو بل اړخ هم لري او هغه په تیاتر کې د یوې نوې لارې او سبک ایجاد دی. موږ وویل چې برشت د تیاتر د نورو لیکوالانو په څېر یوازې خلک بوخت نه ساتل؛ بلکې ده له ځان سره یو فکر درلود او هغه فکر د عامو وګړو وېښول وو. ده له همدې امله د روايي تیاتر یانې داسې تیاتر چې په هغه کې د یوه فکر او یوه بحث تمثیلي روایت کېږي، بنسټ کېښود. وروسته یې د دغه تیاتر د تشریح او پیاوړتیا لپاره ډېرې مقالې ولیکلې. د برشت په وینا، ټولو د ارسطو تقلید کړی دی او د هغو تعریفونو پر اساس روان دي چې ارسطو ورته ټاکلي وو. د ده په خبره، دا بهیر تقلیدي وو او نوښت پکې نه و.

د ده تیاتر تر ډېره عقلاني وو. نه یې غوښتل احساستي لوبې وکړي. دی وایي، پخواني تیاترونه یوازې د لیدونکو د بوختیا لپاره دي. ټولې نندارې په دې اساس لیکل کېږي چې لیدونکي احساساتي کړي، دوی له کرکټرونو سره د همدردۍ احساس وکړي، احساسات یې وپارېږي او په پای کې خالي ذهن او له غمه ډک له تیاتر ووځي. هغه به ویل دا هر څه بې معناتوب ته لار پرانیزي، خلک تقلیدي ژوند کوي، نو له همدې امله تیاتر او ننداره باید فکر انتقال کړي، لیدونکي نالیدلو ته متوجه کړي، په دوی کې تغیر راولي، انساني طبع سمه کړي، ورانۍ او ویجاړۍ ختمې کړي، فکري سموالی راولي، د تیاتر په پای کې لیدونکی له یوې لاس ته راوړنې سره له تیاتر ووځي.

برشت د جګړو مخالف وو، هغه جګړې غندلې، هغه په انساني ټولنو کې د رښتینې ازادۍ او رښتینې شتمنۍ غوښتونکی و. دی وایي، موږ ته اوس ځانونه په ظاهري توګه شتمن ښکاري، خو په حقیقت کې زموږ او فقر تر منځ فاصله کمه ده. د ده په خبره، انسانان ځانونه امن ګڼي، جګړې پای ته رسېدلي بولي، خو د داسې جګړو په درشل کې دي چې نړۍ به نابوده کړي، ښايي دا په دنیا کې هستوګون وروستی نسل وي او جګړې به انساني ټولنې برباد کړي.

تر ډېرو ادبي کارونو وروسته برشت په ۱۹۵۶ز کال کې ناروغ شو. د همدې کال د اګسټ په ۱۴مه نیمه شپه یې زړه تنګ شو، نفس یې په سینه کې قید شو او د ۵۸ کلونو په عمر ومړ. هغه تر خپل مرګ یو کال مخکې خپلې مېرمنې ته وصیت کړی و، چې باید په پولادي تابوت کې یې خښ کړي، ځکه نه غواړي هډونه یې چمجي وخوري، د المان فرهنګي بنسټ ته یې هم ویلي وو، چې باید په ساده قبر کې خښ شي، د هستوګنې له سیمې سره په نږدې هدیره کې، پر قبر یې هېڅ ونه لیکل شي او ساده ورته جوړ کړل شي. اوس یې پر قبر یوازې یوه ډبره ولاړه ده او پر لیکلي دي: برتولت برشت.

شفیق امیرزی

Previous Post

خواږه مشروبات مو روغتیا ګواښلی شي

Next Post

د امریکا هوايي بریدونه، غبرګون او پایلې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ډاکتر عبدالوکیل خان
څېرې

ډاکتر عبدالوکیل خان

by Spogmai Radio
اگست 10, 2021
ممنون مقصودي
څېرې

ممنون مقصودي

by Spogmai Radio
اگست 3, 2021
عثمان کاکړ
څېرې

عثمان کاکړ

by Spogmai Radio
جولای 27, 2021
نصیر احمد احمدي
څېرې

نصیر احمد احمدي

by Spogmai Radio
جولای 13, 2021
رسول باوري
څېرې

رسول باوري

by Spogmai Radio
جولای 9, 2021
Next Post
هند او پاکستان ته ګرم سفرونه؛ موخې او پایلې

د امریکا هوايي بریدونه، غبرګون او پایلې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اریا پوهنتون

اریا پوهنتون

جنوري 10, 2021

شي جين پينګ د اسیا د کلتوري میراثونو د ساتنې اتحادیې غونډې ته د مبارکۍ پيغام ولیږه

اپریل 25, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved