سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

برلاس د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 27, 2020
in پوهنتون
0
برلاس د لوړو زده کړو خصوصي موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

برلاس د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د ۱۳۹۳ کال په وروستۍ میاشت (حوت) کې د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې غیر رسمي فعالیت پیل کړ. د ۱۳۹۴کال په لومړیو کې یې د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ د دوو پوهنځیو (اقتصاد او شرعایتو) په درلودلو سره پر فعالیت پیل وکړ. د دې موسسې د اقتصاد پوهنځی دوه ډېپارټمنټونه (مالي او بانکي او محاسبه او منجمېنټ) او شرعیاتو پوهنځی یې هم دوه ډېپارټمنټونه (فقه او قانون او اسلامي تعلیمات) لري. د برلاس د لوړو زده کړو موسسې سرپرست رییس  انجنیر عبدالواحد آذرلو وایي، موسسه یې اوس هم همدا دوه پوهنځي لري. په برلاس د لوړو زده کړو خصوصي موسسه کې اوسمهال د ۸۰۰ په شاوخوا کې محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي، چې ۳۵ سلنه یې ښځینه او پاتې نور یې نارینه محصلین دي. د برلاس د لوړو زده کړو موسسې له شرعیاتو پوهنځي څخه تر اوسه پورې ۶ او له اقتصاد پوهنځي څخه بیا پنځه دورې محصلین د لېسانس په کچه فارغ شوي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

د لوړو زده کړو دغه موسسه په کال کې دوه ځله د کانکور ازموینه اخلي، چې په هره ازموینه کې د ۲۰۰ په شاوخوا کې نوي محصلین جذبوي. د ښاغلي عبدالواحد په خبره، د تدریس چارې یې د ۴۰ استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي چې دوکتور، ماسټر او لېسانس استادان پکې شامل دي. د یادولو وړه ده چې د لوړو زده کړو په دغه موسسه د جوزجان ولایت د اوسېدونکو سربېره، د نېږدې نورو ولایتونو لکه سرپل، فاریاب، بلخ او نورو ولایتونو اوسېدونکي هم پر لوړو زده کړو بوخت دي. د دې موسسې د ادارې هڅه دا ده چې مسلکي او تجربه لرونکي استادان پر دندو وګوماري څو په کار پوه کسان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي. د یادولو وړ ده چې د دې موسسې د استادانو په ډله کې ښځینه استادانې هم پر دندو ګومارل شوې دي.

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

برلاس د لوړو زده کړو موسسه د محصلینو لپاره ځانګړی تخفیف وړاندې کوي او هغه کسان چې نه شي کولای د اقتصادي ستونزو له کبله لوړو زده کړو ته ادامه ورکړي، دوی ورته د مناسب تخفیف په پام کې نیولو سره د زده کړو زمینه برابروي. ښاغلی عبدالواحد وایي، چې جوزجان ولایت کې د خلکو اقتصادي وضعیت دومره ښه نه دی، نو د دې لپاره چې د دغه ولایت او شاوخوا نورو ولایتونو ځوانان لوړې زده کړې وکړي، دوی ورته مناسب تخفیف ورکوي. دی وایي چې د شهیدانو او معلولینو د ورثه‌وو لپاره یې په وړیا ډول د زده کړو زمینه برابره کړې ده. په برلاس د لوړو زده کړو موسسه کې یوازې یو وخت (د شپې لخوا) محصلین د زده کړو لپاره ورغوښتل کېږي.

د نورو اړینو امکاناتو تر څنګ، د برلاس د لوړو زده کړو موسسې د خپلو محصلینو او استادانو لپاره مجهز کتابتون هم جوړ کړی دی، چې د ۵۰۰۰ ټوکه په شاوخوا کې یې  د پوهنځیو اړوند او نور بېلابېل کتابونه پکې ځای پر ځای کړي دي. د دې موسسې سرپرست رییس وایي، چې محصلین او استادان یې کولای شي چې د دغه کتابتون له کتابونو څخه وخت ناوخت ګټه واخلي او مطالعه یې کړي.

دغه موسسې د دې لپاره چې علمي اړیکې یې پراخې او د نورو له ګټورو تجربو څخه یې ګټه اخیستې وي، په کور د ننه او بهر کې له پوهنتونونو سره ښې اړیکې جوړې کړې دي. سرپرست رییس یې وایي، په کور د ننه له ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره ښې اړیکې لري او له ځینو سره یې د علمي اړیکو هوکړې هم لاسلیک کړې دي. دغه راز له هېواده بهر په ترکیه او ازبکستان کې هم له ځینو پوهنتونونو سره د هوکړو د لاسلیک کولو په درشل کې دي، چې له مخې یې وکړای شي د لا نورو لوړو زده کړو او تجربو تر لاسه کولو لپاره خپل محصلین او استادان دغو پوهنتونونو ته ور واستوي.

ښاغلی انجنیر عبدالواحد وایي چې فارغ شویو محصلینو ته یې د فراغت سندونه چې د دوی د ادارې او لوړو زده کړو وزارت څخه تایید شوي دي، ورکړي دي څو محصلین وکولای شي له خپل دې حق برخمن شي او پر مټ یې په کور د ننه او بهر لا نورې لوړې زده کړې وکړي او یا هم د دندې په پیدا کولو کې ترې ګټه واخلي. خو هغه ډیپلومونه چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا وېشل کېږي، تر اوسه د دوی موسسې ته نه دي ورکړل شوي. دی وایي، کله چې یې وار ورسېږي دوی به هم خپلو فارغ شویو محصلینو ته دولتي ډیپلومونه ورکړي.

پر کتابتون سربېره، د لوړو زده کړو دې موسسې د خپلو محصلینو د وړتیاوو لوړولو لپاره د کمپیوټر او انګلیسي ژبې کورسونه، کمپیوټر لب، اونیز او میاشتني ورکشاپونه، ورزشي لوبغالي، شنه ساحه او تر خپلې وسې پورې ټول هغه امکانات برابر کړي، چې یوه پوهنتون یا د لوړو زده کړو یوه موسسه یې باید ولري.

د نورو پوهنځيو ایجادول، له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع کول، د ماسټرۍ پروګرام پیلول، په ملي او نړیواله کچه له پوهنتونونو سره د علمي اړیکو پیاوړي کول او د هوکړو لاسلیک کول، محصلینو ته لا نور امکانات برابرول او دې ته ورته نور د برلاس د لوړو زده کړو موسسې راتلونکي پلانونه دي.

د برلاس د لوړو زده کړو موسسې سرپرست رییس ډيپلوم انجنیر عبدالواحد د پوهنتون د پرمختګ په برخه کې یوازینۍ ستونزه د امنیت نشتون یادوي. دی وایي، که په هېواد کې بیا په ځانګړې توګه په جوزجان ولایت کې امنیتي شرایط ښه وي، نو کولای شي چې موسسه یې لا پرمختګ وکړي. دی وایي چې محصلین یې نه شي کولای له لرې پرتو ولسوالیو څخه د امنیتي ستونزو له کبله په ډاډه زړه درسونو ته راشي. دی وایي، که امنیتي ستونزې له منځه لاړې شي، نورې ستونزې خپله له منځه ور سره ځي.

 د هېواد په مرکزي ولایتونو په ځانګړې توګه په کابل ولایت کې بیا د خصوصي موسسو ډېری مسوولین د دایمي ځای نشتون، د برېښنا د بیو لوړوالی، د زیاتې مالیې اخیستل او د لوړو زده کړو وزارت لخوا سخت قوانین وضع کول د خصوصي پوهنتونونو د پرمختګ په مخ کې تر ټولو ستر خنډ بولي. دوی وایي، لوړو زده کړو وزارت د دې پر ځای چې خصوصي پوهنتونونو ته د پر مختګ زمینه برابره کړي او ملاتړ یې وکړي، پر ځای یې ستونزې ورته جوړوي او د پرمختګ مخه یې نیسي. دوی دغه راز وایي چې وزارت له خصوصي پوهنتونونو سره د مور او میرې چلن کوي او هغه امکانات یې چې د دولتي پوهنتونونو په واک کې ورکړي، خصوصي هغو ته یې نه ورکوي. د بېلګې په توګه، استادانو ته د علمي رتبو سیستم نه جوړېږي، هغه بورسونه چې د افغان محصلینو په نوم راځي، یوازې د دولتي پوهنتونونو محصلینو ته پکې ونډه ورکول کېږي او لسګونه دغه ډول نورې ستونزې شته.

خصوصي پوهنتونونه په افغانستان کې نوې تجربه ده چې د دولت پوره ملاتړ ته اړتیا لري. په نوره نړۍ کې خصوصي پوهنتونونه د پوره اعتبار وړ دي او په ډېری مواردو کې له دولتي هغو مخکښ دي، خو په افغانستان کې یې لا هغسې اعتبار نه دی خپل کړی چې لازمه ده.

Previous Post

مبهمه راتلونکې؛ هدفي وژنو وېره او وحشت خپور کړی

Next Post

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په چین کې د سیلانۍ مصرف زیات شوی دی

سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په چین کې د سیلانۍ مصرف زیات شوی دی

اگست 3, 2025

Slot Online Bonus Ireland

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved