بریتانیا له افغانستان سره د ۶۸ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی. د بریتانیا د لومړي وزیر د دفتر د معلوماتو له مخې، د دې لپاره چې د افغانستان اقتصاد ساه واخلي دوی له بحران سره د مخ دغه هېواد لپاره ۶۸ میلیونه ډالر مرسته په پام کې نیولې ده. د بریتانوي چارواکو په خبره، دغه مرستې به د ښځو او نجونو د حقونو د تحقق په برخه کې ولګول شي. دا ۶۸ میلیونه ډالر د بریتانیا د هغې ۳۹۱ میلیون ډالري مرستې یوه برخه ده چې په تېره سپټمبر میاشت کې یې افغانستان ته د ورکړې ژمنه کړې وه.












