بریتانیا د اغاخان بنسټ له لارې په افغانستان کې د روغتيا کرنې او کار پیدا کولو په برخو کې څه دپاسه ۱۱ میلیونه پاونډه لګوي. بريتانوي رسنۍ نېشنل نیوز د اغا خان بنسټ په حواله خبر ورکړی چې له دې مرستو څخه موخه د وچکالۍ او بيکارۍ له امله ځپل شويو کورنیو سره مرسته کول دي. سرچينې زياته کړې ، تېر کال په افغانستان کې تر تحول وروسته چې امريکا د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ کنګل کړې، هلته بشري ناورین رامنځته شوی دی. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د افغانستان د نفوس ۵۹ سلنه خلک بیړنیو بشري مرستو ته اړتيا لري. د آغا خان بنسټ يوه چارواکي کينډار سچرینر ويلي چې د افغانستان د شتمنيو کنکل کېدو سره د خلکو پر ورځني ژوند ناوړه اغېزه کړې او بېړنيو بشري مرستو ته اړتیا لري. هغه زياته کړې چې د بريتانيا ياده مرسته به ډېری د روغتیا، پوهنې او خلکو ته د کار روزګار برابرولو په برخو کې لګول کېږي او د اټکل له مخې، ۸۰۰ زرو خلکو ته به يې ګټه ورسيږي.












