د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان وايي، د هغو خلکو د بيان ازادۍ حق ته دې احترام وشي چې د ملکي تلفاتو په اړه راپور ورکوي او هغه کس دې ژر تر ژره خوشی شي کوم چې په تخار کې د ملکي تلفاتو په اړه د خبر ورکولو وروسته د امرالله صالح په امر نيول شوی دی. د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د اسيا برخې مشره پاتريشيا ګاسمن وايي د ولسمشر لومړی معاون غواړي هغه کس چوپ کړي چاچې د افغان ځواکونو په هوايي بريد کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په اړه راپور ورکړی و. ګاسمن وايي، حکومت دې ژر تر ژره هغه کس ازاد کړي او په تخار کې د هوايي بريد په پايله کې دې د ملکي تلفاتو په اړه هر څه ژر يو بې پرې پلاوی څېړنه وکړي. دا په داسې حال کې چې د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح پرون پر خپله ټويټر پاڼه په تخار کې د ملکي تلفاتو په اړه راپورونه رد، او د هغه کس د نيولو اعلان يې وکړ چې دده په وينا جعلي خبر يې خپور کړی و.












