بهرنیو چارو وزارت د امریکا د سمندري ځواک د یو سرتیري «جوشووا ماست» لخوا د هغې افغان ماشومې یرغمل کېدل چې خپله کورنۍ یې د امریکا په هوایي برید کې له لاسه ورکړې وه له انساني کرامته لرې او بشر ضد کړنه بللې ده. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې ا.ا به دا موضوع له امریکایي چارواکو سره په جدي توگه تعقیب کړي تر څو یاده ماشومه بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شي. د یادولو ده چې د لسګونو ماشومانو په ګډون لسګونه زره افغانان چې امریکا او نورو هېوادونو له افغانستانه ایستلي دي، اوسمهال په مختلفو کمپونو کې کې بې برخلیکه ساتل کېږي. د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت په یادو هېوادونو غږ کړی چې د کډوالۍ د نړیوال قانون له مخې له قانوني او انساني حقونو برخمن کړي.












