یو شمېر ایټالیوي سیلانیان چې بلخ ولایت ته د تاریخي ابداتو د لیدو په موخه راغلي، له شته امنیت څخه خوښي څرګندوي. دغه سیلانیان وايي، چې افغانستان کې وضعیت د هغه څه برعکس دی چې، د رسنیو له لارې وړاندې خپریږي. د ۹ بهرنیو سیلانیانو یاده ډله وايي، چې افغانستان ته د سفر پر مهال یې د دغه هېواد د خلکو له کلتور او دودونو سره مینه پیدا کړې ده. په ورته وخت کې د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، چې په دې وروستیو کې دغه ولایت ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو شمېره زیاته شوې ده.












