د بلخ د بدني روزنې او ورزش آمریت مسوولینو د یاد ولایت په کوربتوب د ۹ ولایتونو ترمنځ د وزلوبې سيالیو د پیل خبر ورکړی دی. د مسوولینو په خبره، دغه سيالۍ د شمال زون په کچه د بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو څخه له ۲۰۰ زیاتو چاپندازانو ترمنځ یوه لویه سیالي ترسره شوه، چي په لوبه کې د بلخ ولایت ځایي مسؤلینو، د شمال زون د بزکشۍ فدراسیون مسؤلینو، بزکشیو اسانو مسؤلینو او شاه وخوا ۳۰ زرو مینوالو ګډون کړی و.












