د بلخ ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د تېرو دوو کلونو پرمهال سلګونه کیلوګرامه نیول شوي نشه يي توکي وسوځول. د یادو توکو د سوځولو پرمهال د دغه ولایت د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې مدیر اسدالله توریالي ویلي، چې د ۲۰۹ هغو قضیو ثبت له ډلې ترلاسه شوي ۳ کیلو ګرامه هیروین، ۲۵,۷۶۲ کیلو ګرامه ښیښه، ۳۶۱۳,۵ لېټره الکولي مشروبات، ۴,۷۵۷ کیلو ګرامه ټابلیټ کا او ۱۰۱ لېټره مخلوط شوي ممیز، چې خام شراب ورڅخه جوړېدل وسوځول شول. نوموړي زیاته کړه چې همدارنګه د تېرو وختونو څخه پاتې ۵۰۰ کیلو ګرامه هیروین، ۶۶۳۸,۵ لېټره الکولي مشروبات، ۱۴۲۰ لېټره بهرني الکولي مشروبات هم وسوځول شول.












