د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې دوی په افغانستان کې هغه اهداف تر لاسه کړي دي کومو پسې چې کلونه وړاندې دغه هېواد ته راغلي وو. هغه زیاته کړې، امریکا خپلو اهدافو ته رسېدلې ده او اوس وخت دی چې خپل سرتېري کورونو ته ستانه کړي. نوموړي د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره ګډې خبري ناستې ته ویلي چې دوی به په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې یو ځای او له نږدې کار وکړي څو په پوره همغږۍ خپل ځواکونه په خوندي توګه خپلو هېوادونو ته ستانه کړي. نوموړي زیاته کړې چې امریکا او ناټو یو ځای افغانستان ته تللي دي او یو ځای به له دغه هېواد څخه وځي خو دا چې د سپټمبر پر ۱۱مه به یو ځای خپل ځواکونه وباسي او که نه په دې اړه یې ډېر جزیات نه دي ورکړي. بلینکن زیاته کړې چې ولسمشر بایډن به تر راتلونکو ساعتونو پورې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو پرېکړه اعلان کړي.











