د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن افغانستان او بلجیم ته خپل وروستی سفر ګټور بللی دی. نوموړي په څو ټویټ پیغامونو کې افغانستان او بلجیم ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک بللی دی او زیاته کړې یې ده چې متحده ایالات او ناټو به له وتلو وروسته هم د افغانستان هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړې چې دوی به د هر ډول ګواښ پر وړاندې بیدار اوسي. بلینکن دغه راز زیاته کړې چې دوی په سیمه کې د خپلو ګټو تعقیب او ساتلو ته دوام ورکوي او طالبان هم د خپلو ژمنو پر وړاندې مسوول دي. انټوني بلینکن ټینګار کړی دی چې د افغانستان راتلونکې بلاخره د افغانانو په لاس کې ده خو په خبره یې، امریکا به د تلپاتې تعهد او مشارکت پر بنسټ د افغانستان ملاتړ دوامداره وساتي.












