د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر سعودي ته د خپل سفر پر مهال د رابطه عالم اسلام په نامه بنسټ له رییس او د اسلامي نړۍ له پېژندل شوي مفکر محمد بن عبدالکریم العیسی سره لیدلي دي. د بهرینو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغان جګړې په اړه یو بل سره خبرې کړې دي او د دغې جګړې پر پایته رسېدو یې ټینګار کړی دی. العیسی ویلي چې جنایت او تروریزم په اسلام کې ځای نه لري او نباید جنایتکارانه او تروریستي اعمال په اسلام پسې وتړل شي. هغه زیاته کړې چې دوی د افغان جګړې پایته رسول خپل مسوولیت بولي او ژمنه یې کړې ده چې ډېر ژر به د افغان جګړې پای ته رسولو په موخه د اسلامي نړۍ د عالمانو، مفتیانو او مفکرانو یوه ناسته راوبولي او د افغانستان بحران ته به یوه معقوله حل لاره ومومي. هغه ټینګار کړی دی چې په یاده ناسته کې به طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړي.











