د چين د اکمالاتي ځنځير درېیم نړيوال نندارتون د جولای له ۱۶ مې تر ۲۰ مې پورې په بېجينګ کې ترسره شو. هانيويل(Honeywell)، لویس دريفوس( Louis Dreyfus)، کورنينګ (Corning)، واکير کيمي (Wacker Chemie) او ډېرو نورو مشهورو بهرنيو تصديو په دغه نندارتون کې ګډون کړی و او استازو يې د چين اکمالاتي ځنځير پياوړی بللی.
دوی ویلي چې تصدۍ به يې په چين کې پانګونې ته دوام ورکړي او له چيني او نړيوالو اکمالاتي تصديو سره به د نړيوال اکمالاتي ځنځير د جوړولو لپاره ګډې هڅې وکړي.
په چين کې د هانيويل د نیمايدګي رئيس یو فنګ وويل: د چين اکمالاتي ځنځير نه يوازې جامعه او لویه پيمانه لري، بلکې د غبرګون موثريت يې هم ډېر لوړ دی او په يو ساعت کې ګڼ شمېر غوره اکمالاتي تصدۍ دلته پيدا کيږي.
په چين کې د واکير کيمي د نيمايدګي مرستيالې ليو شوی لين وويل: د چين اکمالاتي ځنځير ډېر انعطاف لري او د توليداتو هغه جريان يې چې لومړی په لابراتوار کې ډيزاينيږي، بيا وروسته په فابريکه کې توليديږي او په اخير کې بازار ته وړاندې کيږي، ډېر ګړندي تماميږي. د چين اکمالاتي ځنځير ډېر جامع هم دی او فعاليتونه يې چاپيريال ته زيان نه رسوي. د چين په جانګجيا بندر کې مو د توليد مرکز پاکې انرژۍ کاروي او همدا په چين کې د بيا کارېدونکو انرژيو د چټک پرمختګ په نتيجه کې رامنځته کيږي.












