چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو د نړۍ د صنعت پرمختګ ته لاره هواره کړې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 21, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د چين صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو د نړۍ د صنعت پرمختګ ته لاره هواره کړې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د اکمالاتي ځنځير درېيم نړیوال نندارتون د جولای په شلمه نېټه په پلازمېنې بېجينګ کې پای ته ورسېد.

د امريکا د اېپل شرکت د عمومي مدير مرستیال او په چين کې د دې شرکت فرعي څانګې عمومي مدير ګه يو سي اېم جي ته ويلي، چې شرکت یې نه يوازې د پانګونو او مستعدو کسانو په برخه کې له چينايي اکمالاتي شرکتونو سره همکارۍ لري، بلکې په نورو ډېرو برخو کې هم ورسره د همکاريو په لټه دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

نوموړي ويلي، چين د اېپل شرکت د ځنځير يوه کړۍ ده او پرېکون يې ناشونې چاره ده.

د ډېرو نړيوالو تصديو استازو په دې وروستيو کې ورته نظرونه څرګند کړي او ويلي يې دي چې هغوی په دغه نندارتون کې ډېر غوره اکمالاتي شرکتونه پیدا کولی شي.

دوی د چين اکمالاتي ځنځيرونه بشپړ او لوی بولي او په خبره یې، دغو ځنځيرونو د شرکتونو او تصديو د توليدي ثبات لپاره ضمانت برابر کړی دی.

ياد نندارتون د نړۍ د صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو د ثبات لپاره ۱۲۰۰ تصدۍ راجلب کړي، چې په دې جملې کې د امريکايي ګډونوالو تصديو شمېر د تېرې دورې په پرتله په سلو کې ۱۵ زیات و، چې دا د نورو بهرنيو ګډونوالو تصديو په پرتله زياتوالی ښيي.

امريکايي تصديو په دغه نندارتون کې له ګڼو شرکتونو سره څه باندې شپږ زره همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي.

د چين د اکمالاتي ځنځيرونو نړيوال نندارتون تشکيلاتي کمېټې پر لومړي ځل د ګډونوالو شرکتونو اتحاد او د نوښتي ځنځير ځانګړې سيمه جوړه کړې او د نويو توليداتو د لومړيو صادراتو لپاره يې اړوند فعاليتونه ترسره کړي دي.

ځنځير په دغه نندارتون کې د پاملرنې وړ ټکی ګرځېدلی دی، چې دلته به یې يوې بېلګې ته اشاره ولرو.

د امريکا اېپل شرکت له درېیو چينايي همکارانو سره خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړي، چې دا د چين د اکمالاتي ځنځيرونو د جذابيت ښه ښکارندويي کوي.

په دغه نندارتون کې د ګډونوالو تصديو شوق او زوق او لاسته راوړنې د دې څرګندويي کوي، چې نړۍ د اکمالاتي ځنځيرونو ثبات ته بېړنۍ اړتيا لري.

امريکا په داسې حال کې د ګڼو هېوادونو پر وړاندې سوداګريزه جګړه پيل کړې، چې په نړۍ کې جيوپوليټيک وضعيت ورځ تر بلې په ترينګلېدو او ځاني سوداګرۍ ساتونکې کړنې پکې مخ په زياتېدو دي او دغې کړنې يې نړيوالو اکمالاتي ځنځیرونو ته سخت زیانونه رسولي دي.

دغه نندارتون د نړۍ د اکمالاتي ځنځيرونو د پرمخبېولو په هکله يو راپور خپور کړی او اړوند ګرافونه يې ښيي چې د نړۍ اکمالاتي ځنځيرونه نسبتأ کمزوري روان دي.

په راپور کې له بېلا بېلو شرکتونو غوښتنه شوې، چې د روښانه راتلونکې لپاره يو او بل ته لاسونه ورکړي او د  ستونزو پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.

د چین اکمالاتي ځنځیرونو د ډيجیټلي پرمختګ په مټ ډېر زیات غوره والی ښودلی دی.

د ډېرو بهرنيو تصديو مشرانو په خپلو خبرو کې څو څو ځلې هغو فابريکو ته اشارې کړي، چې روبوټونه پکې ۲۴ ساعته کارونه کوي.

په نړۍ کې د ۲۰۲۵م کال تر جنورۍ پورې د ورته فابريکو شمېر ۱۸۹ ته رسېدلی، چې په دې جملې کې يې ۷۹ فابريکې په چين کې موقيعت لري او دغه شمېر نړيوال مقام خپل کړی دی.

په شمالي اسيا کې د هالنډ د لويس دریفوس شرکت  مرستيال عمومي مدير سون يونګ هوا رسنيو ته ويلي، چې شرکت یې نه يوازې د چین موثريت، بلکې مهربانه رویه هم احساس کړې ده.

دغه شرکت د چين د چنګ داو ښار ادارې سره د خواړو د ساينسي او تخنيکي مرکز د جوړولو تړون لاسليک کړ او په درېيو میاشتو کې يې ځمکه ترلاسه کړه او د روان کال په جون کې يې د ياد مرکز د جوړولو چارې پيل کړې.

ځايي حکومت د دې پروسې د اسانېدو او خدماتي ضمانت د برابرولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي.

بهرنۍ تصدۍ چين کې پر پرمختګ باور ښودلی.

حقيقتونه دا په ګوته کوي، که د نړۍ اکمالاتي ځنځيرونه ګډې همکارۍ وکړي، نو اکمالاتي ځنځيرونه به يې انعطاف پذيري ښکاره کړي.

چين د نړۍ د مالونو د سوداګرۍ او د توليدي چارو د لومړي لوی هېواد په توګه د بنسټيزو تاسيساتو د پيوستون د لا پياوړتيا او د ورخلاصون د پرمخبېولو لپاره ډېرې هڅې کړي او د نړۍ د اکمالاتي ځنځيرونو د ثبات لپاره يې ثابت عوامل برابر کړي دي.

Previous Post

بهرنيو سرمايه ګذارانو د چين اکمالاتي ځنځير ستايلی

Next Post

چین کې د انټرنیټ شبکې کارکوونکو شمېر یو میلیارډ ۱۲۳ میلیونو ته رسېدلی دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
چین کې د انټرنیټ شبکې کارکوونکو شمېر یو میلیارډ ۱۲۳ میلیونو ته رسېدلی دی

چین کې د انټرنیټ شبکې کارکوونکو شمېر یو میلیارډ ۱۲۳ میلیونو ته رسېدلی دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

فراه کې د ۲۳ میليونه افغانيو په ارزښت د يوه سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

فراه کې د ۲۳ میليونه افغانيو په ارزښت د يوه سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

نوومبر 2, 2023
افغان سفیر د چین له ځانکړي استازي لیدلي دي

افغان سفیر د چین له ځانکړي استازي لیدلي دي

اپریل 28, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ