ایلون مسک په دې وروستيو کې پر ټولنیزو رسنیو لیکلي، (( چین یو ډېر ښه ځای دی او زه تاسو ټولو ته وړاندیز کوم، چې دغه هېواد ته سفر وکړئ.))
د هغه مور مای مسک بیا د ده دغه پوسټ شریک کړی او ورسره ليکلي يې دي، چې د چین هر ښار خپل جذابیت او د سیلانۍ لپاره مختلفې کلتوري طبیعي منظرې لري. ودانۍ او سړکونه يې پاک او ښه ساتل کېږي.
نوموړې ويلي، چې هغه خوندي احساس کوي او د چین له لیدو څخه خوند اخلي.
مای مسک کابو هره میاشت چین ته سفر کوي او وايي، چې چین ورته همیشه ژور احساس ورکړی دی.
ایلون مسک څه موده مخکې په يوې مرکې د چین د مصنوعي ځیرکتیا ستر پرمختګ ډېره ستاینه کړې وه او ويلي يې وو، د چین د مصنوعي ځیرکتیا شرکتونه کولی شي په راتلونکي کې د ټولو چارو په سر کې ځای ولري.
نوموړي ويلي، په چین کې د برېښنا د برابرولو توان له امریکا څخه ډېر لوړ دی او د زیات شمېر روبوټونو د جوړولو توان لري.
چين د سیلانیانو لپاره د تګ غوره لاره برابر کړې او سیلانیز محصولات یې ورځ تر بلې پراخېږي او سیلانیان هم غواړي، چې دغه هېواد ته بیا بیا سفرونه وکړي او له بېلا بېلو سیمو یې لیدنه وکړي.
د چين د مصنوعي ځیرکتیا تجربه او له بېلا بېلو ځایونو څخه يې لیدنه د سیلانيانو لپاره یوه مشهوره موضوع ګرځېدلې ده.
برېتانوۍ سیلانۍ اولوي چين ته ۳ ځلې سفر کړی او اوس پلان لري، چې په څلورم ځل هم دغه هېواد ته سفر وکړي.
هغې ویلي، د چین د بېجینګ، شانګهای او شي ان په شمول ځينو ښارونو او د چینګ های او شي ځانګ لوړو سیمو ورته ښې خاطرې وربښلې دي.
سي جي ټي اېن په دې وروستیو کې په مجازي نړۍ کې يوه سروې ترسره کړې، چې له مخې يې ۹۲ اعشاریه ۹ سلنه ګډونوالو ویلي، له چین څخه د لیدنې موضوع ګرمه شوې او دا د دې ښکارندويي کوي، چې د دغه هېواد په اړه د نړیوالې ټولنې لېوالتیا په چټکۍ لوړه شوې ده.
په سروې کې د پوښتنې په ډول ويل شوي، ( که تاسو چین ته سفر وکړئ، نو کوم محصولات به واخلئ؟)
د سروې ۴۸ اعشاریه ۳ سلنې ګډونوالو ويلي، چې هغوی غواړي د چين د ټېکنالوژۍ محصولات او سمارټ وسایل واخلي، ځکه اوسمهال په نړۍ کې دغه چيني محصولات ډېر مشهور شوي دي.
د سروې ۲۳ اعشاریه ۳ سلنه ګډونوالو ويلي، چې هغوی به د چین غوره کلتوري محصولات غوره کړي.
د سروې ۱۸ اعشاریه ۷ سلنه ګډونوالو ځانګړي چیني خواړه انتخاب کړي او ۹ اعشاریه ۶ سلنه ګډونوالو بیا دودیزې او عصري چیني جامې غوره کړې دي.
د چین د کډوالو ملي ادارې د يوې احصایې له مخې، د روان کال په لومړۍ نیمایي کې چین ته د بهرنیو سیلانیانو شمېر ۲۲ میلیونو ۹۱۴ زرو تنو ته رسېدلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۰ اعشاریه ۴ سلنه زیاتوالی ښیي.
د سروې ۹۲ اعشاریه ۸ سلنه ګډونوالو ویلي، چې پر ټولنیزو رسنیو د چین د سیلانۍ په اړه محتویات ډېر اړين دي او خلکو ته پکې رښتيني مالومات وړاندې کېږي او ډېری سیلانيان جذبوي، چې دغه هېواد ته سفرونه وکړي.
د سروې ۸۷ سلنه ګډونوالو ویلي، که څوک چين ته سفر وکړي، نو هلته به د چین د کلتور، ټولنې او پرمختګ په اړه ډېر رښتیني مالومات ترلاسه کړي.
سي جي ټي اېن دغه سروې په مجازي نړۍ کې په انګلیسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي ژبو خپره کړې او په ۲۴ ساعتونو کې ۷۰۸۵ انټرنېټ کاروونکو پکې برخه اخيستې او خپل نظرونه یې څرګند کړي دي.














