د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د روان لمریز کال په وروستۍ یوه میاشت کې افغانستان له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره نږدې یو مېلیارد ډالره راکړه ورکړه کړې ده. د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافع وايي، له دې منځه ۲۲۷ مېلیونه ډالره یې صادرات دي، چې تر ډېره هند، پاکستان، چین، ایران او متحده عربي اماراتو ته بېلابېل توکي صادر شوي دي. بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې نورو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو کچه د تېرو کلونو په پرتله لوړه شوې ده. ځينې سوداګر ټینګار کوي، چې د صادراتو د زیاتوالي په موخه باید بندرونو کې د دوی ستونزو ته هم پاملرنه وشي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ریاست الوزراء اقتصادي کمېسیون ویلي چې د روان زیږدیز کال په یوولسو میاشتو کې یې د څه باندې یو مېلیارد او ۷۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.












