چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

بهرنیو چارو وزارت: ولسمشر غني پخپله د ایراني عسکرو د وروستي جنایت څېړنه کوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 4, 2020
in افغانستان
0
بهرنیو چارو وزارت: ولسمشر غني پخپله د ایراني عسکرو د وروستي جنایت څېړنه کوي
683
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

پر افغان مسافرو د ایران وروستي وحشت په کور د ننه سخت غبرګونونه پارولي دي. وړمه ورځ داسې راپورونه خپاره شول چې ایراني عسکرو پنځوس افغانان چې ایران ته په کار او مزدورۍ پسې روان وو، په سیند لاهو کړي دي. له دې ډلې ۱۲ کسه یې بریالي شوي چې ځانونه وژغوري او پاتې نور اوبو ډوب کړي دي. ژغورل شوي مسافر وایي چې ایراني عسکرو وهل، رټل، ډزې یې ورباندې کولې او دوی یې اړ ایستل چې ځانونه اوبو ته واچوي. افغان حکومت، طالبانو او ګڼو سیاسیونو د ایران پر دغه وحشتناکه کړنه غبرګون ښودلی دی.

هره ورځ لسګونه افغانان د کار او مزدورۍ لپاره له غیر قانوني لارو ایران ته اوړي. د قوانینو له مخې، ایرانی حکومت غیر قانوني تلونکي کډوال باید د دوی حقوقو ته په کتو بېرته خپل هېواد ته واستوي، خو وړمه ورځ ایراني عسکرو بشر ضد جنایت ترسره کړی دی. دوی افغان کډوال تر نیولو وروسته وهلي ټکولي او بې عزتي یې ورته کړې ده. په هرات کې له دغه پېښې ژغورل شوو مسافرو ویلي چې ایراني عسکرو کالي ترې و ایستل، ډېری مسافر یې سخت ووهل او بیا یې ډزې ورباندې کولې. د دوی په وینا، دوی کډوال اړ ایستل چې هریرود سیند ته ځانونه وغورځوي. لومړني راپورونه وایي چې ایراني عسکرو په زور او جبر پنځوس افغان کډوال سیند ته لاهو کړي دي، خو ځینې سرچینې بیا دا هم وایي چې د لاهو شوو کسانو شمېر ان ۷۰ تنو ته رسېږي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

د فاریاب یوه اوسېدونکي چې په دې ډله کې یې ایران ته د تګ هڅه کوله ویلي، ایراني پولیسو ټول مسافر اړ ایستل چې باید ځانونه سیند ته وغورځوي. د ده په خبره، خلک به یې سند ته غورځول او دوی به په خپلو کې خندل. شاه ولي وایي: ((خلکو د ایراني پوله ساتو پښې ښکلولې، خو دوی په قمچینو وهل او ډزې یې پرې کولې. پر ما یې هم ډزې وکړې، ویل هغوی چې اوبو کې ډوب شول، ته هم ځان ډوب کړه، هغوی چې سیند کې ډوبېدل، دوی ورته کتل او پخپلو کې یې خندل)).

بلخوا د هرات د حوزوي روغتون مسوولین هم وایي چې له پېښې د پنځو کسانو جسدونه وروړل شوي دي. د دغه روغتون مسوول ډاکټر محمد عارف جلالي وایي، چې جسدونه له اوبو را ایستل شوي او د ډوبېدو له امله یې سا ورکړې ده.

افغان حکومت بیا د ایراني عسکرو پر دغه کړنه غبرګون ښودلی دی. د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دغه پېښه د دوو ځانګړو مراجعو له لارې څېړل کېږي. د دغه وزارت د ویاند ګران هېواد په وینا، له یوې خوا ولسمشر غني پخپله او له بلې خوا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په مشرۍ پلاوی دغه مسئله څېړي. ګران هېواد وایي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي حنیف اتمر پلاوي ته دنده سپارلې چې ژر تر ژره پېښه روښانه کړي او تر هغه وروسته ټول معلومات له رسنیو او خلکو سره شریک کړي. بلخوا ولسمشر غني پخپله د دې پېښې د څېړلو ژمنه کړې ده.

له دې سره جوخت وسله والو طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ایراني عسکرو پر دغه کړنه غبرګون ښودلی دی. د دوی په خبره، افغانان اړ دي چې په ګاونډیو هېوادونو کې کار وکړي، نو ایراني عسکرو ته نه ده په کار چې پر وړاندې یې دغه ډول اقدام ترسره کړي. وسله وال طالبان وایي، دا مسئله به د عامو په ذهنیت کې د ایران انځور پيکه کړي.

د ایران حکومت بیا دغه پېښه رد کړې ده او وایي چې د دوی په خاوره کې له افغان کډوالو سره داسې کوم چلند نه دی شوی. د سرچینې په خبره، دوی له افغانانو سره د (اسلامي اخوت) پر بنسټ چلند کوي او یاده پېښه د ځینو کړیو هڅه ده چې غواړي د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې ایران د افغان کډوالو پر وړاندې دغه ډول بشر ضد او انسان ضد کړنه ترسره کوي، بلکې له کلونو راهیسې افغانان په ایران کې د مجبورۍ او بې روزګارۍ له امله رټل کېږي او په بېلو نومونو ځپل کېږي.

Tags: Top
Previous Post

د مظلومانو فرعوني ګاونډیان

Next Post

څنګه ښه سلیقه ولرو؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
هڅه وکړئ چې ځانګړي اوسی

څنګه ښه سلیقه ولرو؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۶کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۶کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جولای 14, 2024
ایران کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۹ تنه افغانان مړه شوي

ایران کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۹ تنه افغانان مړه شوي

اکتوبر 7, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved