سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

بین الافغاني مذاکرات؛ د پروسې ځنډول روان بحران نور هم اوږدوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 2, 2020
in تبصرې
0
ارګ؛ هر څه جنجالي کوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

تازه د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار له ولسمشر غني سره په تلیفوني خبرو کې د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو غوښتنه کړې ده. رابرټ اوبراین ولسمشر غني ته ویلي چې ژر تر ژره دې د بین الافغاني خبرو د پيل په لار کې شته خنډونه له منځه یوسي او بین الافغاني خبرې دې پيل کړي. د ده په خبره، امریکا د افغان حکومت ترڅنګ ولاړه ده او ښه به وي چې د سولې لپاره نور خنډونه جوړ نه شي. بلخوا تازه داسې ګنګوسې او راپورونه خپاره شوي چې افغان حکومت د طالبانو د ۳۲۰ زندانیانو له ډلې نږدې سل کسه یې خوشي کړي دي. همدا راز ویل کېږي چې طالبانو هم د افغان حکومت ځینې کمانډویان خوشي کړي، خو دا راپورونه تایید شوي نه دي.

اوس په رسنیو او د سیاسي بحثونو تر ټولو ستره اندېښنه د افغان حکومت له لوري د سولې پروسې په برخه کې د خنډونو جوړول دي. څو ورځې وړاندې استاد کریم خلیلي په یوه وینا کې وویل چې ولسمشر غني له طالبانو سره مخکې هم خبرو ته تیاری نه درلود، په دې مانا چې په دې مسئله کې دلچسپي نه لري، خو اوس هم په یو ډول نه په یو ډول د بین الافغاني خبرو لپاره خنډونه جوړېږي. دا واضح خبره ده چې افغان حکومت باید د سولې لپاره د نړیوالو په تېره د امریکا خبرې ومني، لکه تل یې چې منلې دي، سرې کرښې یې ورته ماتې کړې دي او د دوی غوښتنې یې پر ځای کړې. اوس به هم د امریکا خبره مني، زندانیان به خوشي کېږي، خو پوښتنه دا ده، چې ولې د خبرې په منلو کې ځنډ راځي؟ ولې په یو ډول نه په یو ډول د جګړې د دوام لپاره زمینه برابرېږي؟ ولې هغه خبره چې نن منل کېږي او پرمختګ رامنځ ته کوي څو میاشتې او څو اونۍ وروسته منل کېږي؟ دا واضح خبره ده چې په حکومت کې ځينې کړۍ د سولې مخالفې دي. همدا راز د طالبانو په لوري کې هم شاید داسې تحرکات وي چې سوله له خنډ سره مخ کوي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په حکومت تازه بله ستونزه هم رامنځ ته شوې او هغه د ملي مصالحې عالي شورا پر سر ده چې دا مسئله هم کولی شي د سولې پروسه ځنډنۍ کړي او دا په هڅې صورت د افغانانو او افغانستان په ګټه نه ده. که افغان حکومت په رښتیا سوله غواړي، نو له ورته اقداماتو دې ډډه وکړي، ځنډونه دې نه راولي او پر وخت دې اقدام وکړي.

سیاسي وضعیت د دې تقاضا کوي چې افغان حکومت په رښتینې مانا سولې ته د یوه ماموریت په سترګه وګوري، هغه د افرادو او ځینو کړیو د غوښتنو قرباني نه کړي، په لوی لاس ځنډونه او خنډونه رامنځ ته نه کړي، ځکه جګړه چې یوه ورځ هم اوږدېږي، یو کور نړوي، یوه کورنۍ د غم پر ټغر کېنوي، انسانان وژني او د ناورین ددوام سبب ګرځي. اوس دواړو لورو ته په کار ده چې هم فرصتونه درک کړي او هم د هېواد حساس وضعیت ته متوجه وي، ځکه نور هېڅ افغان د جګړې ددوام غوښتونکی نه دی او هېڅ افغان نه غواړي چې په دې برخه کې ناغېړي وشي.

Previous Post

ګوګل خپل نوی ځیرک موبایل معرفي کړ

Next Post

د ملي مصالحې عالي شورا د تشکیل پر سر د ارګ او سپېدار ترمنځ ناندرۍ راولاړې شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د ملي مصالحې عالي شورا د تشکیل پر سر د ارګ او سپېدار ترمنځ ناندرۍ راولاړې شوې

د ملي مصالحې عالي شورا د تشکیل پر سر د ارګ او سپېدار ترمنځ ناندرۍ راولاړې شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

له تېر کال راهیسې ۱۴ زره امريکايي تنکي ځوانان د کلتوري تبادلې او زده کړې په برنامې چين ته راغلي

له تېر کال راهیسې ۱۴ زره امريکايي تنکي ځوانان د کلتوري تبادلې او زده کړې په برنامې چين ته راغلي

دسمبر 8, 2024
عربستان ته د افغانستان په صادراتو کې دوه برابره ډېروالی راغلی

عربستان ته د افغانستان په صادراتو کې دوه برابره ډېروالی راغلی

مې 18, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved