سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

تبلیغاتي جګړه، د رسنیو که د حکومت دنده؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 7, 2021
in تبصرې
0
د جو بایډن لپاره بد خبر، د افغانانو لپاره پر ښه خبر بدلېدلی شي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په دې وروستیو کې حکومتي چارواکي پرله‌پسې وايي چې طالبانو دومره پرمختګ نه دی کړی، لکه څومره چې ورته تبلیغات کېږي. حکومتي چارواکي؛ رسنۍ، ژورنالېستان، په ټولنیزو رسنیو کې ځینې فعالین او ان ځینې سیاستوال د طالبانو په ګټه په تبلیغ تورنوي. حکومتي چارواکي پر دوی غږ کوي چې په دغو تبلیغاتو کې برخه وانه خلي او د ولسوالیو د سقوط او نورو امنیتي مسایلو خبرونه خپاره نه کړي او په دې ډول د خپل حکومت، امنیتي ځواکونو او نظام ملاتړ وکړي. ځینې حکومتي ادارې او چارواکي خو ان د هغوی پر وړاندې د ګام اخیستو ګواښ کوي چې د دوی په وینا د دښمن په ګټه تبلیغات کوي. پرون په دې اړه د لوی څارنوال او څو وزیرانو په ګډون یوه غونډه هم وشوه، له رسنیو او ژورنالېستانو وغوښتل شول چې ګواکې د ترهګرۍ پر ضد تبلیغاتي جګړه کې برخه واخلي.

دا نه شي ردېدلی چې ځینې رسنۍ او ژورنالېستان په شعوري او نا شعوري ډول د جګړې د یوه او بل لوري په ګټه تبلیغات کوي. دا تبلیغات به څه نا څه رول هم ولري، خو اصلي ستونزه په بل ځای کې ده. که رسنۍ هېڅ خپرونې هم ونه کړي او که هېڅ سیاسي کارپوه یا بل څوک د ولسوالیو د سقوط په اړه څه ونه لیکي، نو ستونزه حل کېږي!؟ نه، ځکه ولسوالۍ سقوط کوي او خلک خپله دا هر څه په خپلو سترګو ویني، نو ځکه اصلي لامل باید په تبلیغاتو کې نه، بلکې په بل څه کې ولټول شي.

که خبره د تبلیغاتو هم وي، نو واقعیت دا دی چې د طالبانو په نسبت د حکومت په ګټه زیات تبلیغات کېږي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره ثبت شوې ۳۵۷۷ رسنۍ نږدې ټولې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې فعالیت کوي. له دې ډلې ۲۴۸ ټلویزیونونه ټول په ښارونو کې دي، حکومت ته مالیه ورکوي او هره ورځ یې خبریالانو د حکومتي چارواکو او ویندویانو خولو ته مایکونه نیولي وي. هره خپرونه او سیاسي بحث یې د حکومتي چارواکو او ویندویانو لپاره سټیج دی، نو بیا ولې ګیله کېږي چې رسنۍ او ژورنالېستان د حکومت پر ضد او د طالبانو په ګټه تبلیغات کوي!؟ لومړۍ خو د طالبانو په ګټه د تبلیغاتو په تړاو د حکومتي چارواکو ادعا سمه نه ده، خو که سمه هم وي، بیا هم مسوول حکومتي چارواکي دي چې ولې یې تر واکمنۍ لاندې رسنۍ داسې کار کوي.

بله مهمه مسئله دا ده چې د رسنیو دنده د یوه او بل لوري په ګټه تبلیغات نه دي. د رسنیو دنده ده چې واقعیتونه هغسې خلکو ته ورسوي څنګه چې دي. که رسنۍ د واقعیتونو خلاف خپرونې کوي، بیا نو ترې پوښتنه هم کېدلی شي او پر وړاندې یې ګام هم اخیستل کېدلی شي. حکومتي چارواکي باید هېره نه کړي چې تبلیغات د جګړې په شان د دولت دنده ده. د حکومت تبلیغاتي دستګاه خپله ناکاره او ناکامه ده، نو ځکه پړه پر رسنیو اچوي. د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر، په ارګ د ستراتیژیکو او عامه اړیکو پړسېدلی دفتر، د حکومت د رسنیو مرکز، اطلاعاتو او کلتور وزارت، په هر وزارت کې ویاند او ورسره د نشراتو لوی ټیم، د هر والي مطبوعاتي دفتر، د امنیه قوماندانانو مطبوعاتي دفترونه، همداسې د قول اردوګانو مطبوعاتي دفترونه او ډېر نور دفترونه او ویندویان څه کوي!؟ دوی پر څه بوخت دي!؟ ولې غواړي چې د دوی کار هم نور خلک وکړي!؟ دا هغه پوښتنې دي چې حکومتي چارواکي یې باید ځواب کړي او خپله  ستونزه دې حل کړي. له دې پرته پر رسنیو او ژورنالېستانو فشار راوړل او یا هم په تبلیغاتي جګړو کې یې ور ګډول نه قانوني دي او نه به هم کومه مثبته پایله ولري.

Previous Post

لایکا خپل لومړنی ځیرک موبایل معرفي کړ

Next Post

محب: په هېواد کې د جګړو شدت ګاونډي او سیمه‌ییز هېوادونه اندېښمن کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
محب: په هېواد کې د جګړو شدت ګاونډي او سیمه‌ییز هېوادونه اندېښمن کړي

محب: په هېواد کې د جګړو شدت ګاونډي او سیمه‌ییز هېوادونه اندېښمن کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

استرالیا په کابل کې په موقتي توګه د خپل سفارت د تړلو پرېکړه کړې ده

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

مې 26, 2021
کونړ کې د څلورو فرعي سړکونو د رغولو چارې پيل شوې

کونړ کې د څلورو فرعي سړکونو د رغولو چارې پيل شوې

نوومبر 29, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved