د تخار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې یو موټر سیند ته لوېدلی، چې په کې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور وايي، چې د چاه آب ولسوالۍ په سمتي سیمه کې د سورلۍ یو موټر پنج سیند ته لوېدلی، چې په کې یو کس مړ او ٣ نور ټپیان شوي دي. نوموړي زیاته کړه، چې د پېښې ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري له اوبو را ایستل شوي دي. نوموړي د یادې پېښې لامل د موټر چلوونکي تېز تګ په ګوته کړ.












