د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې د شاوخوا یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې شوې دي. په دې پروژو کې د ملي دفاع، مالیې، اوبو او انرژۍ، لوړو زدهکړو وزارتونو او د افغانستان بانک، برېښنا شرکت، کابل ښاروالۍ او د افغانستان د ګاز او نفتو دولتي شرکت پروژې شاملې دي.












