د ترکیې یو شمېر سوداګرو او پانګوالو د سرپرست حکومت له اداري مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د کانونو استخراج او زېربناوو برخو کې پانګونې ته چمتو دي. یادو سوداګرو زیاته کړې؛ له پانګوالو او سوداګرو څخه د سرپرست حکومت ملاتړ او د اقتصادي زمینو پراختیا د دې لامل شوی، چې بهرني پانګوال او سوداګر په افغانستان کې پانګونه وکړي. ورتهمهال اداري مرستیال ویلي، چې سرپرست حکومت په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د ټولو پانګوالو هرکلی کوي او هغوی ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابروي.












