د ترکیې ولسمشر تېر کال د زلزلې له امله بې کوره شوو ۷ زره او ۲۷۵ کورنیو ته د هغوی نوي کورونه وسپارل. رجب طیب اردوغان ویلي، چې ډېر ژر به ۴۰ زره نورو کورنیو ته هم نوي کورونه ورکړل شي. په ترکیه کې د ۲۰۲۳ کال د فبروري د شپږمې نېټې زلزلې، ۱۱ ښارونه ویجاړ کړل او تر ۵۰ زرو ډیر کسان یې ووژل. له زلزلې وروسته اردوغان ژمنه کړې وه، چې د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ میاشتې پورې به ۳۱۹ زره نوي کورونه او تر یوه کال وروسته به ټولټال ۶۸۰ زره کورونه جوړ کړي. اردوغان په هاتاي ښار کې چې د زلزلې له امله تر ټولو دیر زیانمن شوی و، په یوه غونډه کې ویلي، چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به شاوخوا ۷۵ زره نور کورونه زیانمنو شوو کورنیو ته ورسپارل شي. هغه زیاته کړې، چې حکومت پلان لري چې سږ کال ټولټال ۲۰۰ زره کورونه زلزله ځپلو ته وسپاري.












