چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

تر هیلو او خوبونو یو ګام وړاندې

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 17, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
تر هیلو او خوبونو یو ګام وړاندې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

نه پوهېږم هغه فلم به مو کتلی وي او که نه، چې «ووډي هارلسون» پکې د پوهنتون د استاد رول لوبولی و؟ د دې فلم په یوه برخه کې نوموړی د زده کړیالانو په مخ کې درېدلی دی، یوه خښته یې په لاس کې نیولې ده او له هغوی نه پوښتي: «دا څه دي؟» هر یو دا فکر کوي چې د دې پوښتنې ځواب ډېر ساده دی او په یوه اواز سره وایي: «دا خښته ده!» خو هغوی په دې نه پوهېږي چې له دې پوښتنې څخه د استاد موخه څه ده. استاد خپلو زده کړیالانو ته سم ځواب وایي او دا هغه ځواب و چې د هېچا ذهن ته نه و رسېدلی. هغه وایي: «ان یوه خښته هم غواړي چې یو څه شی شي.»

ولې نه! د باور وړ خبره ده. یوه خښته په یوازې ځان هېڅ هم نه ده، خو که همدغه خښته په هند کې د تاج محل او په پاریس کې د نوتردام په څېر ښکلو ودانیو کې وکارول شي، هرومرو به په یو څه بدله شي. دغه خښته اوسمهال د یوې ښکلې او ځانګړې ودانۍ یوه برخه ده.

غواړم وپوښتم چې کېدای شي د ځمکې په سر داسې یو موجود پیدا کړو چې ونه غواړي د یو لوی شي یوه برخه و اوسي؟ ان یوه خښته هم! حتا یوه خښته هم هیلې او خوبونه لري.

د ناپیلیون هېل په فلسفه کې لکه څنګه چې د «فکر وکړئ او شتمن شئ» په کتاب کې د شتمن کېدو لپاره اړین ګام، علاقه، لېوالتیا او هیله درلودل ښودل شوي دي، همدارنګه شوق، علاقه او لېوالتیا د ټولو لاسته راوړنو د پیل ټکی ګڼل کېږي. همدغه هیله او لېوالتیا درلودل دي چې په خپل ځان کې یو نغښتی ځواک او قدرت لري. دغه ځواک او وړتیا په هغه تخم کې لیدلی شی چې غواړی پر یوه پیاوړې او لویه ونه یې بدل کړی. هېل د دې لپاره چې د دې هیلې او لېوالتیا مفهوم یې په ښه توګه واضح کړی وي، ډېرې بېلګې راوړې دي. هغه د یوې ساده تګلارې له مخې خپل طرز او کړنلاره په شپږو عملي ګامونو کې خلاصه کوي.

لومړی ګام:

د هغو پیسو مبلغ چې د درلودلو هیله یې لری، په خپل ذهن کې یې تصور کړئ او د پیسو مقدار په سمه توګه وټاکئ.

دویم ګام:

په پوره غور سره مشخص کړئ چې د دغو پیسو د لاسته راوړلو لپاره د کومو کارونو د کولو او کومو شیانو د له لاسه ورکولو لپاره تیار یئ. «نابرده رنج، ګنج میسر نمی شود.»

درېیم ګام:

هغه ټاکلې نېټه مشخصه کړئ چې غواړی دغه پیسې لاسته راوړی؟

څلورم ګام:

خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره ټاکلی پروګرام او طرحه جوړه کړئ او له ځنډ پرته یې د عملي کولو لپاره لاس پکار شئ.

پنځم ګام:

د پام وړ پیسو لپاره یوه ټاکلې وینا ولیکئ، په دې وینا کې د پیسو پر مبالغو سربېره، ټاکلی او محدود وخت، د همدغو پیسو د لاسته راوړلو لپاره کېدونکې هڅې او خپل پروګرام او طرحه د یو لیکلړ په توګه ولیکئ.

شپږم ګام:

دغه لیکلې وینا په ورځ کې دوه ځله په لوړ غږ ولولئ. غوره ده چې دغه وینا له ویده کېدو مخکې او له ویښېدو وروسته هم یو ځل ولولئ. کله چې وینا لولی، خپل ځان داسې تصور کړئ چې ګواکې پیسې مو لاسته راوړې دي او د هغه حالت هره شېبه په ځانګړې توګه تصویر او مجسمه کړئ.

دغه مرحلې له تاسو سره مرسته کوي چې په یوه خوا کې لوېدلې خښته ونه اوسی، بلکې لږ تر لږه هغه منځنۍ خښته و اوسئ چې د ځان لپاره خپلې ځانګړې هیلې او خوبونه لري. ستاسو غوښتنه که هر څه وي، هغه که یوې لوړې موخې ته رسېدل وي، د شتمنۍ لاسته راوړل وي، د یو نوي کار او کسب پیلول وي، اړینه ده چې په ټوله مانا یې غوښتونکي و اوسئ او د درلودلو او غوښتلو هیلې ته یې هماغسې چې هېل واضح کړې ده، په زړه کې وده ورکړئ. تل په یاد ولرئ چې: «ان یوه بې روحه خښته هم غواړي چې یو څه شی شي!»

د نورو لپاره هم یو څه وکړئ!

کېدای شي تاسو راتلونکی ګاندي، مېرمن ترزا او یا فرانک شانکویتز ونه اوسی، دا چې تاسو یو مشهور کس نه یاست، اړینه نه ده. که چېرې تاسو د یوې خیریه موسسې لپاره مالي سرچینې او لېوالتیا نه لری، هېڅ د اندېښنې او خپګان خبره نه ده. اړینه ده چې له هغوی سره مرسته وکړئ چې لوړې هیلې او موخې لري. څه ډول کولای شو چې د ژوند لپاره پر یو غوره مکان د نړۍ پر بدلولو کې ونډه واخلو؟ همدا نن د نورو د مرستې او لاسنیوي لپاره کوم کوچنی کار ترسه کولای شی؟

Previous Post

پي ایس ایل؛ په پلاټينيم کټګوري کې راشد، مجیب او محمد نبي واخیستل شول

Next Post

هوایي برید په نیمروز کې اتلس ملکي وګړي وژلي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
هوایي برید په نیمروز کې اتلس ملکي وګړي وژلي

هوایي برید په نیمروز کې اتلس ملکي وګړي وژلي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ښځينه سوداګرو فعالیتونه پراخ شوي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ښځينه سوداګرو فعالیتونه پراخ شوي

جولای 20, 2026
په چونګ چينګ کې د رسنيو ۵م نړيوال نوښتي فورم ترسره شو

په چونګ چينګ کې د رسنيو ۵م نړيوال نوښتي فورم ترسره شو

جون 11, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved