سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

هوایي برید په نیمروز کې اتلس ملکي وګړي وژلي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 11, 2021
in افغانستان
0
هوایي برید په نیمروز کې اتلس ملکي وګړي وژلي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

په هېواد کې د خونړیو او سختو جګړو په دوام په یوه هوايي برید کې یو ځل بیا ملکي وګړي وژل شوي. راپورونه وایي چې هوايي ځواکونو وړمه شپه په نیمروز ولایت کې هوایي برید کړی دی او له امله یې ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. بلخوا د نیمروز ولایت ځايي چارواکي په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي، خو د ملي دفاع وزارت چارواکي بیا وایي چې دوی په دې سیمه کې د وسله‌والو طالبانو پر یوه ګمرک برید کړی دی او دوی ته یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت مخامخ دویم پړاو مذاکرات پيل شوي دي، خو په هېواد کې بیا هم جګړې زور اخیستی دی چې تر ټولو ډېر تلفات پکې ملکي وګړو ته اوړي. څو ورځې وړاندې په هلمند کې هوایي برید شوی و، چې له امله یې د یوې کورنۍ پنځه ماشومان وژل شوي وو او د همدې کورنۍ پنځه نور غړي ټپیان وو. اوس تازه بیا په نیمروز ولایت کې همداسې غميزه رامنځ ته شوې ده او په یوه هوایي برید کې اتلس ملکي وګړي وژل شوي دي.
د نیمروز د ولایتي شورا غړي وايي چې د دغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې هوایي برید اتلس ملکي وګړي وژلي چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي. د نیمروز ولایت د ولایتي شورا پخواني رییس باز محمد ناصري رسنیو ته ویلي دي چې په وژل شوو کسانو کې اته ماشومان او اووه ښځې شاملې دي. نوموړي وویل چې دغه هوایي برید وړمه شپه شوی دی. هغه وايي: «برید وړمه شپه شوی دی (شنبه، د مرغومې۲۹)، په برید کې اتلس ملکي وګړي وژل شوي دي. ښځې او ماشومان هم پکې دي. اته یې ماشومان دي او اووه ښځينه.»
د دې تر څنګ د وژل شوو کسانو خپل خپلوان هم د عدالت غوښتنه کوي. دوی تېره ورځ د قربانیانو جسدونه د نیمروز مرکز زرنج ته راوړي وو او لاریون یې کړی و. دوی له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې په پېښه کې ټول ملکي وګړي وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. دوی له حکومت غواړي چې د پېښې هر اړخیزه پلټنه وکړي، د ملکي وګړو وژنه ودروي او د پېښې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.
د دې تر څنګ د نیمروز ولایت ځایي چارواکي په دې اړه خبرې نه کوي، خو ملي دفاع وزارت وایي چې دوی په خاشرود کې د طالبانو پر یوه ګمرک هوایي برید کړی دی او دې ډلې ته یې درانه تلفات اړولي دی. په لوېدیځ کې د ۲۱۵ اتل قول اردو چارواکو ویلي، په دغه سیمه کې وسله‌والو طالبانو له بار وړونکو موټرونو پیسې اخیستې، نو ځکه یې هوایي برید ورباندې کړی دی. دوی وايي چې د ملکي وګړو د وژل کېدو ادعا به په هر اړخیزه توګه څېړي.
دا لومړی ځل نه دی چې په هوایي بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوړي، بلکې په دې وروستیو کې د طالبانو او افغان حکومت په هوايي بریدونو او عملیاتو کې د ملکي وګړو تلفات ډېر شوي دي. د هلمند په مرکز لښکرګاه کې هوایي برید پنځه ماشومان ووژل، خو په اړه یې لا د پلټنو پایلې نه دي شریکې شوې.
د نیمروز پر پېښه وسله‌والو طالبانو هم غبرګون ښودلی دی. د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دې پېښه کې ۱۴ ملکیان چې ښځې او ماشومان پکې دي، وژل شوي دي. له دې سره جوخت د هېواد په ډېرو ښارونو کې نا امني ډېره شوې ده. په کابل کې د هدفي بریدونو دوام اندېښنې پارولې دي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني په تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د تاوتریخوالي ډېرول او هدفي بریدونه د سولې په لار کې خنډونه جوړولی شي. افغان حکومت وروستي هدفي بریدونه د طالبانو کار بولي، خو دغه ډله وایي چې په دې پېښو کې لاس نه لري.

Tags: Top
Previous Post

تر هیلو او خوبونو یو ګام وړاندې

Next Post

رحیمي: اریانا هوايي شرکت په ۲۰۲۰ کال کې نږدې درې نیم میلیونه ډالره ګټه کړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
رحیمي: اریانا هوايي شرکت په ۲۰۲۰ کال کې نږدې درې نیم میلیونه ډالره ګټه کړې

رحیمي: اریانا هوايي شرکت په ۲۰۲۰ کال کې نږدې درې نیم میلیونه ډالره ګټه کړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Game Roulette Uk

سپتمبر 8, 2025

Odds For Craps Australia

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved