د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دې ولایت د تورخم په بندر کې د حیواني او کرنیزو توکو د قرنطین ودانۍ چارې بشپړې او ګتې اخیستنې ته سپارل شوې ده. د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د تورخم حیواني او کرنیز قرنطین ودانۍ د ۷.۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، چې پکې حیواني او نباتي لابراتوارونه، اداري خونې، تشنابونه، پخلنځي او ۲۱۶ مترو په اوږدوالي فینس وال هم شامل دی. د مسوولینو په خبره د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د نړیوال سوداګریز مرکز د قوانینو مطابق د نړۍ سره د ښه تعامل پراساس صادرات او واردات ترسره کېږي.











