په تېرو دوو اونیو کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۱۶۴ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېرو دوو اونیو کې د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۱۶۴ زره ۶۷۱ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۲۹۶۰ ټنه توکي صادر شوي چې ډېره برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي. دغه وزارت وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.












